د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718955280)
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ځايي واکسین لپاره نوم انتخاب شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ترکیې د ځايي واکسین د دریم فاز د ازمایښتونو د پیلولو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. د ویلو ده چې د ترکیې د ځايي واکسین د دریم فاز ازمایښتونه به په څو هیوادونو کې په لسګونو زرو تنو انسانانو ترسره شي. ولسمشر اردوغان تیره ورځ پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ترکیې د ځايي واکسین د جوړولو یو نوی باب پرانیسته. ولسمشر اردوغان واکسین ته د ترکوواک نوم ورکړ.
د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ځايي واکسین په اړه پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر اقتصادي غونډې ته په وینا کې په نړۍ کۍ د واکسین بې عدالیتو په اړه وویل ، دم ګړۍ ۸۵ فقیر او بې وزله هیوادونه د کرونا واکسین ته هیڅ لاس رسی نلري. واکسین او درمل باید په عادله شفافه توګه باید د ټولو هیوادونو په اختیار کې ورکړ شي. ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې ځايي واکسین به د ټول بشریت ګډ واکسین وي.
د حریت ورځپاڼې « د امریکا د دفاع وزارت تخنیکي هیئت ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت تخنیکي هیئت د افغانستان د پلازمینې کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت مسئولیت ترکیې د په غاړه اخیستو په مسئلې د خبرو په خاطر سبا پنجشنبه ترکیې ته راځي. د ویلو ده چې دا هیئت به د ترکیې سره په تخنیکي مسئلو خبرې وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « سږ کال د ګرځندویانو شمیره به د شلو میلیونو تنو نه واوړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګرځندوی د سکتور استازو ویلي دي چې د کرونا ویروس په اړه د نیول شوو قوي تدابیرو او اعلان شوو نوو پریکړو نه وروسته د ګرځندویانو مخه ترکیې ته راماته شوې ده .
د روسیې لخوا ترکیې ته پر الوتنو د محدویتونو د لرې کولو د پریکړې نه سمدلاسه وروسته ترکیې ته د هوايي ټرافیکي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده .
تیر کال ترکیې ته ۱۶ میلیونه تنه ګرځندویان راغلي وو تمه کیږي چې سږ کال دا شمیره ۲۰ میلیونو تنو ته لوړه شي.