د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1662696
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د کابینې پریکړې اعلان کړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، پرون د کابینې د غونډې نه وروسته د کابینې پریکړې اعلان کړې. ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې لګول شوی محدودیتونه د جولای د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د لرې کولو  پریکړه وکړه. ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس د واکسین د پروګرام په اړه وویل چې په تیرې یوه اونۍ په ترکیه کې  ترسره شوی واکسین د نفوس له پلوه په نړۍ کې په لومړي‌ مقام کې ځای لري.

د حریت ورځپاڼې « د جرمني‌ لخوا د ترکیې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس  د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځه د کډوالۍ د تړون باندې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

هغه د ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د ترکیې د حکومت سره موجودو ټولو ستونزو سره سره خو دې هیواد  زمونږ د ټولو په نماینده ګۍ   د کډوالو یو ډیر دروند بار او مسئولیت  په غاړه اخیستی دی چې باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي. دا یو ډیر مهم مسئولیت دی. دا خبره باید ټول ومنو.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې سره شراکت ته چمتو یو » د اوکراین د دولتي‌ فضايي اژانس رئیس ولادیمیر تافتای وویل چې اوکراین د ترکیې سره د دفاعي‌ صنایع په څیر د فضايي چارو په برخه کې هم ګډو پروژو ته چمتو یو.

هغه وویل چې ترکیه د اوکراین لپاره ډیر مهم شریک هیواد دی او په لومړي کتار کې ځای لري. دواړه هیوادونه به د موجود همکاریو د لا پراختیا او ودې په خاطر فضا ته په ګډه فضايي بیړۍ او سپوږمه کۍ ولیږو.

د وطن ورځپاڼې «‌ د په وسلو سمبال ډرون کښتۍ تولیدات پیل شول » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د دفاعي‌ صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د هیواد د سمندرونو د دفاع په خاطر تولید شوي‌ د په وسلو سمبال ډرون کښتۍ په رسمي‌ تولیداتو پيل شول. هغه وویل چې ددینه وروسته  د لا پرمختللو وسلو او مهماتو د تولید وار دی.

د خبرترک ورځپاڼې « حاکان چالغان اوغلو انټر ته ټرانسفر کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،



اړوند خبرونه