د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1661953
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : کډوال او پناه غوښتوونکي‌ کډوالۍ ته مجبورولو لاملونه باید له منځه یوړل شي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي دي‌ چې  کډوال او پناه غوښتوونکي‌ کډوالۍ ته د مجبورولو لاملونه باید له منځه یوړل شي. د جګړو او بې ثباتۍ  د لمنځه وړو او دا کډوال خپلو کورونو ته د ستنولو لپاره باید هڅه کول او دوې ته ډاډمنده او خوندي‌ فضا رامنځته کول شرط دی.

د حریت ورځپاڼې « د چاووش اوغلو لخوا د یونان په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکو داندیاس د هغه څرګندونو ته چې ویلي‌ وو د ترکیې د بریدګرو سیاستونو نه مو پخپله د ترکیې پر خلاف د وسلې په توګه استفاده وکړه ځواب ورکړ.

چاووش اوغلو یونان ته خبرداری ورکړ چې ددې ډول پارونکو او تحریک امیزه ګامونو نه ډډه وکړي. دا ډول پارونکي ګامونه دې هیواد  ته د ګټې نه زیان ډیر رسوي.

د خبرترک ورځپاڼې « د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین وګړو ته د رخصتۍ تیرولو په خاطر د ترکیې د انتالیا ولایت ته د راتلو بلنه ورکړه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین وګړو ته د رخصتۍ د تیرولو په خاطر د ترکیې د انتالیا ولایت ته د راتلو بلنه ورکړه. هغه وویل چې د انتالیا ولایت هم د تک شین او ښکلي‌ سمندر له امله سیلانیانو ته د ښه وخت تیرولو زمینه برابروي‌ او هم دا ښار تاریخي‌ لرغونوالي او تاریخي‌ مکانونو له پلوه ګرځندویانو ته د تاریخ په اړه د ډیر څه ور زده کولو فرصت ورکوي.

د صباح ورځپاڼې « روسیې ترکېې ته په الوتنو محدودیت لرې کړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، روسیې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله ترکیې ته په الوتنو لګولی محدودیت لرې کړ. د روسیې د حکومت ددې پریکړې نه سمدلاسه وروسته په میلیونو تنو روس ګرځندویانو د سیاحتي‌ شرکتونو انټرنټ پاڼو ته مراجعه وکړه چې له امله يي د ډیر زیات رش له امله د شرکتونو انټرنټ پانو فعالیتونه ودریدل.

تمه کیږي‌ چې راتلوونکو څو میاشتو کې څه باندې ۷ میلیونه تنه روس ګرځندویان ترکېې ته راشي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د لا فیګارو ورځپاڼې خپل لوستونکو ته ترکیې ته د راتګ بلنه ورکړه» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د فرانسې د لا فیګارو ورځپاڼې  ترکیې ته د راتګ په خاطر پنځه لاملونه تر نامه لاندې یوه مقاله خپره کړې ده .

پدې مقاله کې لوستونکو ته په ترکیه کې د لیدولو وړ پنځو مکانونو په اړه معلومات ورکړل شوي‌ دي.

په مقاله کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې د ګوبیګ تپې تاریخي‌ سیمه، بودروم ، موغلا، شاکر جومات، ختیځ ایکسپرس ریل ګاډي‌ کې سفر او مشهور کباپیان هغه څه دي‌ چې هر انسان يي یو ځل باید په خپل ژوند کې ترینه لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه