د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1718964015)
د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د بایدن پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن لخوا پر اسرائیل د وسلو پلورولو ته اجازې ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان پر بایدن غږ وکړ چې تاسې ددې کار سره په وینو د سرو لاسونو سره تاریخ لیکۍ.
ولسمشر اردوغان وویل نن مو د بایدن لخوا پر اسرائیل د وسلو پلورولو ته د اجازې ورکولو شاهدي وکړه. څه باندې ۸۵۰ زرو وسلو اجازه ورکړه.
که چیرې د خبرې ځای راشي د وسلو د کنټرول په اړه بحث کوۍ خو په عمل کې بیا بل څه کوۍ.
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان لخوا د بیت المقدس وړاندیز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان وویل د قبرس په څیر په فلسطین کې هم د دوو دولتونو حل لارې چې د عدالت پر بڼسټ ولاړ وي پلوي کوو. د یو داسې خپلواکه فلسطین دولت په اړه چې پلازمینه يي ختيځ بیت المقدس وي د جوړیدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو. همداشان هغه وویل چې د بیت المقدس ښار د درې دینونو د استازو لخوا اداره کیدل په ننیو شرایطو کې تر ټولو غوره حل لاره ده.
د وطن ورځپاڼې « د پي کا کا ترهګري سازمان ته ملا ماتوونکې ګوزار » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکېې وسله والو ځواکونو د سوریې لپاره د پي کا کا ترهګري سازمان عمومي مسئول د عراق په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.
دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه.
ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې ترکیه د پي کا کا ترهګري سازمان د ملا د ماتولو او په ترکیه کې د ورانکارانه او ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو د توان د لمنځه وړولو په خاطر د هیواد دننه او بهر عملیاتو ته دوام ورکوي. ترکېې امنیتي ځواکونو د همدې عملیاتو په ترڅ کې د عراق په شمال کې د سوریې لپاره د پي کا کا ترهګري سازمان عمومي مشر صوفي نورالدین د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.
د صباح ورځپانې «ترکیه نړۍ ته د انسانیت درس ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه نړۍ ته د انسانیت درس ورکولو ته دوام ورکوي. د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو اړوند د ګزمې الوتکې د ایزمیر ولایت د سفرهیسار ولسوالۍ په سواحلو کې یو ډله ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا په لوی لاس مرګ پنجو ته غورځول شوي وو تثبت او سمدلاسه يي د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړ.
د ژغورنې ډلو په دوو پلاستیکي کښتیو کې چې په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې وې ۳۲ تنه ناقانونه کډوال ژوندي وژغورل.