د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې «د ولسمشر اردوغان لخوا د فلسطین او شمالي قبرس ترک جمهوریت په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې ، هغه برخې چې نن د اسرائیل په نامه د ترهګري دولت لخوا د بې ګناه انسانانو د وینو د تویولو او روانو قتل عامونو په اړه چوپه خوله پاتې دي یوه ورځ به راشي چې دوې به پخپله ددې ظلمونو مخاطب شي . ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس ترک جمهوریت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ترکیه به تل لپاره د قبرس د ترکانو د حقونو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي. هغه وویل غواړم ووایم چې د ځان نه پرته په بل چا اعتماد هم نلرو.
د وطن ورځپاڼې « ملګرو ملتونو سازمان د اسرائیل جنایتونو په اړه هر څه ژر باید غونډه وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ وویل چې د ملګروملتونو سازمان لخوا پر اسرائیل او فلسطین جګړې پایته ورسوۍ غږ کافي ندی. هغه وویل چې ملګری ملتونه باید هر څه ژر د اسرائیل لخوا د ملکي وګړو د روانو قتل عامونو ، د دولت په کچه ترهګرۍ او بشري جنایتونو په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د امنیت شورا د اسرائیل پر خلاف چوپه خوله پاتې کیدل د منلو وړ خبره نده » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د فلسطین د مسئلې په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
ترکیې وویل چې د اسرائیل لخوا پر فلسطین کې د روان قتل عام په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چوپه خوله پاتې کیدل او هیڅډول عکس العمل نه ښودل د منلو وړ خبره نده.
په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې دایمي استازي فریدون سنیرلي اوغلو وویل چې د اسرائیل لخوا په فلسطین کې د روان قتل عام او بریدونو په اړه چې په تلویزیونونو کې په ژوندۍ بڼه خپریږي او ټوله نړۍ په خپلو سترګو ننداره کوي د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چوپه خوله پاتې کیدل او هیڅډول عکس العمل نه ښودل د منلو وړ خبره نده. هغه په ملګروملتونو سازمان غږ کړی دی چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې خپل مسئولیت وپیژني او لا زیات پدې مسئولیت سترګې پټې نکړي. ترکیه په سیمه کې د حالاتو د قابو کولو او د روانې ستونزې د لا نه ژوریدو په خاطر نړۍواله ټولنه په حرکت د راوستو په خاطر هلې ځلې کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فلسطین لپاره د لیبیا د ماډل وړاندیز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د متقاعد تورن جنرال جهاد یایجي ترکیې ته د لیبیا سره د لاسلیک کړي سمندري صلاحیتونو د تړون فلسطین سره هم د لاسلیک کولو وړاندیز وکړ. هغه ویلي دي ددې تړون سره دا امکان شتون لري چې ترکیه د فلسطین سره سمندر کې ګاونډی شي. ترکیې په ۲۰۱۱ کال کی د شمالي قبرس ترک جمهوریت سره لاسلیک کړی تړون د فلسطین لپاره هم نمونه د مثال دی. ځکه چې شمالي قبرس ترک جمهوریت هم د ملګروملتونو سازمان غړیتوب نلري . ترکیه کولای شي چې د فلسطین سره هم ورته یو تړون لاسلیک کړي.
د سټار ورځپاڼې « د اسرائیل سره د امریکا مرستې د بشریت ضد اقدام دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پډاسې حال کې چې د اسرائیل لخوا پر غزې بریدونه دوام لري امریکايي سناتور برني سینډرز پر امریکا د اسرائیل سره پر مرستو سخته نیوکه وکړه. هغه وویل چې امریکا د اسرائیل سره په کال کې ۴ میلیارده ډالره مرسته کوي. د اسرائیل لخوا ددې مرستو نه د بې ګناه انسانانو په وژنو کې استفاده کیږي. د امریکا لخوا د اسرائیل سره مرسته د بشري حقونو نه ښکاره سرغړونه ده. امریکا باید هر څه ژر پر اسرائیل د اوربند او روانو وژنو د درولو غږ وکړي.