د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1718991120)
د وطن ورځپاڼې « چاووش اوغلو: ملګروملتونو سازمان نه بیرنۍ غونډې ته رابللی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د اسرائیل لخوا پر مسجدالاقصی او غزې د بریدونو په اړه مو د ملګروملتونو سازمان بیرنۍ غونډې ته رابللی دی. هغه وویل چې مونږ تل یواځې د اسرائیلو بریدونه غندو خو امت زمونږ څه د غوڅو ګامونو د اوچتولو تمه لري. اسرائیل باید خپل بریدونه هر څه ژر پایته ورسوي. د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د فلسطین د خلکو د حقونو نه باید دفاع وشي. د دوو دولتونو د حل لارې نه باید هیڅوخت لاس وانخلو.
د صباح ورځپاڼې « فلسطین د ترکیې نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د فلسطین سفیر ډاکټر فیض مصطفی وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترک ملت تل د فلسطین نه ملاتړ کړی او د اسرائیلو د ظلمونو پر وړاندې غږ اوچت کړی دی. ترکیه تل د فلسطین د خلکو لپاره د امید سرچینه ده. هغه ویلي دي چې د فلسطین د خلکو د استازي په توګه د ترکیېد ولسمشر رجب طیب اردوغان او ترک ملت نه چې په بیت المقدس او غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو او وحشیانه بریدونو په اړه غږ اوچت کړی ، د فلسطین نه ملاتړ کړی او اسرائیلو پر خلاف يي مظاهرې کړي ډیره زیاته مننه کوم.
د خبرترک ورځپاڼې « د انستګرام پر خلاف د اسرائیل سانسور له امله ډير سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ټولنیزې مډیا د شرکت انستګرام پر خلاف د مسجدالاقصی په اړه د ترکیې د بایکار تکنالوژۍ د شرکت د تخینیکي چارو رئیس سلچوق بیرقدار د پیغام د سانسورولو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. د ویلو ده چې انستګرام شرکت د بیرقدار لخوا هغه خپره شوې هغه ویدیو چې په بیت المقدس کې د اورلګیدنې په اړه افراطي یهودانو خوښي کوله پاکه کړې ده . بیرقدار د ویدیولاندې لیکلي وو هغه کسان چې نفرت يي پر عقیدې بدل کړی دی د معبد په سوځیدو خوښي کوي. انستګرام دا پيغام او ویدیو پاکه کړې وه.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ټي آر ټي خبریال د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نه لاره ورکه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په ورځنۍ خبري غونډه کې د فلسطین په اړه د ټي آر ټي ورلډ د خبریال د پوښتنو په مقابل کې بې ځوابه پاتې شو. ویاند چې لاره ترینه ورکه شوې وه ډیر زیات کوشش وکړ چې خبره بدله کړي. ویاند په فلسطین د اسرائیلو برید د غندنې نه هم ډډه وکړه.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا امریکا ته پنځه پيغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د حریت ورځپاڼې سره په مرکه کې امریکا ته پنځه غوڅ پیغامونه ورکړل. هغه وویل چې ترکیه به امریکا ته د اف ۳۵ الوتکو پیشنهاد له سره وکړي. همداشان د اس ۴۰۰ د مسئلې په اړه به امریکا ته یو ځل بیا د مذاکراتو وړاندیز وکړو.
ترکیه د لیبیا سره لاسلیک کړې د سمندري صلاحیتونو تړون ته ژمن دی. نړۍ واله ټولنه باید د اسرائیلو روانو ظلمونو ته د پای ټکی کیږدي. په سوریه کې د بشار اسد سره د ترکیې لیدنه ناممکنه خبره ده.
د اروپايي ټولنې په مسئله کې توپ د هغوې په میدان کې دی.