د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1637833
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د فلسطین د مسئلې په اړه پرله پسې ټیلیفوني‌ خبرې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، پداسې حال کې چې د اسرائیل لخوا په فلسطین کې روانو بشري‌ جنایتونو  مسئلې د نړۍ د مهمو مسئلو او مادو نه په یوې بدله شوې ده خو هیوادونه یواځنې د غندنې د پیغامونو نه پرته بل څه نکوي. ولسمشر اردوغان اسرائیلو لخوا په بیت المقدس او غزه کې د روانو قتلو عامونو د مخنیوي‌ په خاطر په هلو ځلو پیل کړی دی. ولسمشر اردوغان تیره شپه لومړی د اردن د پاچا دویم عبدالله او ورپسې سمدلاسه وروسته د کویټ د امیر شیخ نواف الاحمد الجابر او الصباح سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

 

د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان نړۍواله ټولنه په حرکت راوسته » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئيس فخرالدین التون وویل چې د ترکیې ولسمشر اردوغان  په سر کې د ملګروملتونو سازمان ، ټولو نړۍوالو سازمانونو او نړۍ هیوادونو پام د اسرائیل لخوا په فلسطین کې د روانې د دولت په کچه ترهګرۍ ته رااړولی دی. التون وویل ترکیه به نور نړۍوالې ټولنې ته د فلسطین په مسئله کې  فریب ورکولو ته اجازه ورنکړي. ګام په ګام د فلسطین اشغال ته به اجازه ورنکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د پنځو ګوندونو لخوا د اسرائیل پر خلاف ګډه اعلامیه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې په ملي‌ شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند، د جمهوریت خلق ګوند، د خلکو ډیموکراتیک ګوند، د ملیت پآلو غورځنګ ګوند او ښه ګوند  د ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو لخوا پر مسجدالاقصی بریدونه په کلکه توګه وغندل.

د ترکیې پنځو ګوندونو پدې ګډه اعلامیه کې په نړۍوالې ټولنې د اسرائیلو پر خلاف چې نړۍوال حقوق او بشري‌ حقونه يي د خپو لاندې کړي‌ دي‌ د غږ د اوچتولو او مخکې ددینه چې وخت له وخته تیر شي‌ په اغیزمنده توګه د حرکت کولو غږ کړی دی.

 

د ینې شفق ورځپانې « ټوله ترکیه د اسرائیلو پر خلاف یو غږ او یو موټی شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اسرائیل لخوا په مسجدالاقصی او غزې د بریدونو په غبرګون کې ټوله ترکیه لارو او سړکانو ته راوتله. د ترکیې په یو زیات شمیر ښارونو کې په مسجدالاقصی د بریدونو په غبرګون کې د اسرائیلو پر خلاف مظاهرې وشوې. په زرګونو تنو په لاسونو کې د ترکیې او فلسطین د بیرغونو سره د فلسطین پر ملاتړ او د اسرائیلو پر خلاف لاریون وکړ.

 

د سټار ورځپاڼې « په لیبیا کې د ترکیې لپاره ستر فرصتونه شتون لري‌» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په لیبیا کې د ترکیې لوی سفیر کنعان یلمز وویل چې  د ترکیې او لیبیا ترمنځه ښې اړیکې د دواړو هیوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل چې په لیبیا کې هم د ترکیې لپاره یو زیات شمیر فرصتونه شتون لري. په لیبیا کې د ترکیې د سوداګرو او پانګه والو لپاره هم ډیر مهم فرصتونه شتون لري. هغه وویل چې زه د ترکیې سوداګرو او پانګه والو ته په لیبیا کې د پانګه اچونې لپاره بلنه ورکوم. ددې فرصتونو نه د استفادې بلنه ورکوم.



اړوند خبرونه