د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « چاووش لخوا د مصر په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د ترکیې او مصر ترمنځه په قاهره کې مشورتي لیدنې کتنې ډیرې ګټورې تیرې شوې. هغه وویل چې پخپله يي هم ددینه وړاندې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سره د مختفو وسیلو سره تماسونه ټینګ کړي دي.
هغه وویل چې د اړیکو د نورمالولو په خاطر به په راتلوونکې کې د لازمو ګامونو د اوچتولو په خاطر لیدنې کتنې دوام لري.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې لخوا نړۍوالې ټولنې ته د اسرائیل پر خلاف د غبرګون بلنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل لخوا په لویدیځه تراړه او بیت المقدس کې د غیرې قانوني ښار ګوټو د جوړولو د هڅو په مقابل کې په نړۍوالې ټولنې نه د غبرګون ښودو غوښتنه وکړه.
د سټار ورځپاڼې «د ترکیې واکسین د روغتیا نړۍوال سازمان په لست کې داخل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د علمي او تکنالوژیکو څیړونو ادارې رئیس پروفیسور ډاکټر حسن ماندال وویل چې د ترکیې د ساینسپوهانو لخوا جوړ شوی د کرونا ویروس واکسین چې د ازمایښتونو په وروستي پړاو کې قرار لري د روغتیا نړۍوال سازمان په لست کې داخل شو.
د صباح ورځپاڼې « د ترکېې د دفاعي او هوايي صنایعو د صادارتو په لومړي کتار کې امریکا ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سره د دفاعي او هوايي صنایعو صادرات کړي دي. په خبر کې راغلي دي چې ترکیې پدې موده کې تر ټولو ډیر صادرات امریکا متحده ایالتونو ته کړي دي. ترکیې پدې ۴ میاشتو کې امریکا ته د ۳۸۶ عشاریه یو میلیونو ډالرو په ارزښت دفاعي او هوايي صنایعو توکي صادر کړي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اوکراین نه وروسته د روسیې هئیت ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت مرستیال ناصر الپ ارسلان وویل چې تیره اونۍ د اوکراین هئیت ته په ترکیه کې د خوندي او امن ګرځندوی او خوندي ګرځندوی سکتور د سند د پروګرام په اړه معلومات ورکړل شو. نوموړي هئیت دا پروګرام ډیر بریالی وباله.
همداشان غواړو چې د روسیې ته هم خپل دا پروګرام بیان کړو. هغه وویل کیدای شي چې د اختر نه مخکې د روسیې هئیت هم ترکیې ته راشي او هغوې ته هم خپل پروګرام بیان کړو.