د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د عليوف لخوا د ترکیې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
علیوف پدې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو د مسئلې نه هم یادونه وکړه. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د اذربایجان یو ډیر نږدې دوست او متفق هیواد دی. ترکیې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د جګړې نه وروسته په سیمه کې یو ډیر مهم او مثبت رول لوبولی او لوبوي. د امریکا د ولسمشر لخوا د ۱۹۱۵ کلونو په اړه پریکړې د اذربایجان د حکومت ترڅنګ ملت هم ډیر ناراحته او خفه کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د تاتار لخوا په قبرس کې د دایمي حل او سولې په خاطر شپږ ماده يي وړاندیز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار په قبرس کې د دایمي حل او سولې په خاطر یو شپږ ماده يي وړاندیز د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته وړاندی کړ.
هغه پدې وړاندیز کې د قبرس د خلکو په خپلواکۍ، مساواتو، په نړۍواله کچه د مساوي حق او حقوقو او د روانې ستونزې د حل په خاطر د هر اړخیزو مذاکراتو نه یادونه کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « ځايي او ملي واکسین د ازمایښتونو په وروستي پړاو کې قرار لري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین التون په ترکیه کې د کرونا ویروس د ځايي او ملي واکسین د چارو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د کرونا ویروس ځايي او ملي واکسین چارې وروستي پړاو ته رسیدلي دي. په راتلوونکو څو ورځو کې به د دریم فاز ازمایښتونو پيل وشي. هغه وویل چې دا د وروستي ازمایښتونه دي چې ددې ازمایښتونو د سرته رسیدو نه وروسته به يي پر تطبیق پیل وشي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې یو بل ستر بری » د المانیتور په نامه امریکايي ورځپاڼې د ترکیې د ټي سي جي انادولو هجوم کښتۍ په اړه یو خبر خپور کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې ترکیې دا کښتۍ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په کښتۍ بدله کړې ده . دا په نړۍ کې لومړۍ ځل دی چې یوه هجوم کښتۍ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په کښتۍ اړول کیږي. دا کښتۍ په کامله توګه په ډرون الوتکو سمبالیدی شي . تمه کیږي چې دا کښتۍ په ۲۰۲۳ کال کې اوبو ته ښکته او پر فعالیت پیل وکړي.
د حریت ورځپاڼې « فورمولا یو سیالي په ترکیه کې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو مشهور د موټر ځغلونې د سیالیو نه فورمولا یو د جون په ۱۱ نیټې د ۳ ورځو لپاره په استانبول ښار کې جوړیږي. دا سیالۍ د انټرسټي استانبول په پارک کې جوړیږي.
د ویلو ده دا سیالي چې په نړۍ کې په میلیونونو تنه مینه وال لري د هیواد د معرفي په خاطر ځانګړی اهمیت لري. دا سیالي تیر کال هم په استانبول کې جوړه شوې وه.
د نوموړې سیالۍ د موټر ځغلوونکو او لوبډلو لخوا د ترکیې د ډیرې زیاتې ستایلو نه وروسته دا سیالي سږ کال هم په استانبول کې جوړیږي.