د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د امریکا ولسمشر بایدن ته ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې د بایدن دا څرګندونې په کامله توګه بې بڼسټه او د حق او عدالت نه لرې ده. ولسمشر اردوغان په بایدن غږ وکړ چې تاسې په ترکانو او ترک ملت هیڅډول داسو بې بڼسټه او ناحقه ادعاګانو سره د نسل وژنې ټاپه پورې کولای نشۍ.
د صباح ورځپاڼې « د فخرالدین التون لخوا د امریکا د بایدن پر خلاف ډیر سخت غبرګون : د بایدن بدبختې او له حد نه تیرې څرګندونې په کلکه توګه غندو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون ، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د ارامنه نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. التون تیره ورځ پدې اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د بایدن دا دا څرګندونې زمونږ لپاره د ذره په اندازه اهمیت نلري. دا بایدن دا بې مسئولیته ، بې بڼسټه او تشل نامه د نسل وژنې درواغ په کلکه توګه غندو او ردوو. دا یو بدبخته او د حد نه تیرې څرګندونې دي.
د حریت ورځپانې « د کورنیو چارو وزیر: د دښمن ټول شوم پلانونه شنډ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پرون د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړی پيغام کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جنوري په ۲۶ مه نیټه د هیواد دننه د ۲۵۵۰ تنو پرسونل سره د ترهګرو پر خلاف په پيل کړو عملیاتو کې د ماردین ولایت د نوسایب بین ولسوالۍ د کورو کوی په سیمه کې ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکي چې د بې ګناه انسانانو د وژلو په خاطر ترینه یو زیات شمیر بمونه جوړ شوي وو ونیول . د ترهګرو ستر شوم پلان شنډ شو.
د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د روسیې د کرونا ویروس سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې تولید پيلیږي
ترکیې د درملو شرکت د روسیې د پانګوالۍ د صندوق سره د سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په خاطر تړون لاسلیک کړ
روسیې د کرونا ویروس سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په برخه کې د ترکیې سره تړون لاسلیک کړ.
د روسیې د مخامخ پانګوالۍ صندوق او د ترکیې د ویسکوران د درملو شرکت د سپوتنیک ۵ واکسین په ترکیه کې د تولید په برخه کې تړون لاسلیک کړ.
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې دا واکسین به د ویسکوران د درملو د شرکت په فابریکو کې تولید شي.
همداشان په راتلوونکو میاشتو کې به ددې واکسین په تولید پيل وشي.
د ویلو ده چې د سپوتنیک ۵ واکسین د روسیې د ګامالیا ایپیدیمولوژي او مایکروبیولوژي ملي انیستیتیوت لخوا جوړ شوی دی.
د لانسټ طبي مجلې روان کال په پیل کې وویل چې د سپوتنیک ۵ واکسین د کرونا ویروس په مقابل کې ۹۱ عشاریه ۶ سلنه اغیزمن دی.