د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718791425)
د وطن ورځپاڼې «د ولسمشر اردوغان لخوا د چناق قلعه پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چناق قلعه د پلې جګړې د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د چناق قلعه د روح ژوندي ساتلو او هیواد روښانه راتلوونکي ته په ډیره قوي توګه رسولو په خاطر پرته د ځنډه د پوره عزم سره کار کولو ته دوام ورکوو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترهګرو هدفونه یو یو له منځه یوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان پر خلاف د عملیاتو نوې څپه پیل کړې ده . ترکیې د عراق په شمال کې دوه جلا جلا پوځي عملیات پيل کړي دي چې دوام لري. ملي دفاع وزارت ویلي دي چې ددې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو هدفونه یو یو له منځه وړل کیږي. د ترکیې هوايي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو ټول هدفونه له منځه وړي دي. همداشان پلي ځواکونه هم د ترهګرو پټنځایونه یو یو کشف او له منځه وړي.
د سټار ورځپاڼې « تاتار : ترکیه زمونږ استازی دی او مونږ پوره باور لرو چې زمونږ حقونو نه تر وروستۍ درجې په ډیره ښه توګه دفاع کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار د یونان د کاتهیمیرني ورځپاڼې سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت د ترکیې سره په ډیرو برخو کې ګډې ګټې لري. ترکیه یو ډیر لوی هیواد دی، دا هیواد زمونږ ضمانت کوونکی هیواد دی. پلرنی وطن دی ، زمونږ استازی دی او دلته زمونږ په استازیتوب د هر ډول خبرې صاحب دی.
د حریت ورځپاڼې «د اق سونګور یو بل ستر بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې اق سونګور په وسلو سمبال ډرون الوتکې د لومړي خل لپاره د ۳۴۰ کیلو وزن کا جي کا په نامه د توغندي سره خپل هدف په ۳۰ کیلومترۍ واټن کې په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړ.
د صباح ورځپاڼې « ملي غیږ نیوونې رضا قایا الپ د لسم ځل لپاره د اروپا اتلولي وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي غیږ نیوونکي رضا قایا الپ د اروپا د غیز نیونې د اتلولیو د سیالیو په پایلوبه کې خپل رقیب د ګرجستان د هیواد غیږ نیوونکي ته د ماتې په ورکولو سره د لسم ځل لپاره د اروپا د غیږنیونې قهرماني وګټله.