د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1625580
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د سویډن سفیر بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په انقره کې د سویډن سفیر د سویډن د بهرنیو چارو وزیر نه وروسته دا ځل ددې هیواد د دفاع وزیر د ویدیو کنفرانس له لارې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان د سوریې د څانګو د مشرتابه سره د لیدنې او خبرو له امله د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو او دا لیدنه په کلکه توګه وغندل شوه. همداشان ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې ترکیه به د داعش او پي‌ کاکا ترهګرو سازمانونو پر خلاف مبارزې ته د قوي‌ ارادې سره دوام ورکړي.

د حریت ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر : د تورې بحیرې ګاز به تر ۲۰۲۳ کاله پورې مصرف ته چمتو کړو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز تیره ورځ وویل چې د ترکیې لخوا په توره بحیره کې کشف شوي‌ ګاز به تر ۲۰۲۳ کاله پورې مصرف ته چمتو کړو. د ترکېې د جمهوریت سلمې کلیزې پورې ددې ګازو مصرف ته د چمتو کولو په خاطر چارې دوام لري.

د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې د ماشومانو نفوس اعلان شو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د ترکیې د احصایې ادارې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر تر ۳۱ مې نیټې پورې‌ په ترکیه کې د ماشومانو نفوس اعلان کړ. د یادې شوې ادارې د شمیرو له مخې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر تر ۳۱ مې نیټې د ترکیې نفوس ۸۳ میلیونه ۶۱۴ زره او ۳۶۲ تنه وو چې ۲۲ میلیونه ۷۵۰ زره او ۶۵۷ تنه يي ماشومان دي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو پدې هیواد کې په جګړه کې ښکیلې خواوې اوربند ته  اړ کړې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اسپانیا د الپیریدکو ورځپاڼې ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو چې پدې هیواد کې د روانې جګړې پر مهال د روسیې ساخت یو زیات شمیر دافع هوا سیستمونه ، د الوتکو ضد وسلې او د اسد رژیم  اړوند ټانکونه او زغروالې موټرې له منځه یوړې د اسد رژیم يي اوربند ته اړ ویست. د ترکیې د ډرون الوتکو له برکته په سوریه کې اوربند رامنځته شوی دی.

د وطن ورځپاڼې « سلیمان اتلي  د اروپا د غیږنیونې اتلولي‌ وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د اروپا د غیږ نیونې په اتلولۍ کې د ترکیې استازي سلیمان اتلي‌ خپل روس رقیب ته د ماتې په ورکولو سره اتلولي‌ ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه