د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1624809
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د عدالت او پراختیا د ګوند د ویاند لخوا مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د کډوالو په اړه د یونان په سیاستونو او چلند ډیرې سختې نیوکې وکړې . هغه وویل چې د یونان د سواحلو د امنیت ځواکونو په ګډوالو د تیلو شیندولو او هغوې ته د اور اچولو د تشبث سره په اصل کې د یو قتل عام تشبث کړی دی. دوی هم د سرب قصابانو او روندا کې د ترسره شوو عام وژنو په څیر د عام وژنو تشبث کړی دی. هغه وویل که چیرې د ترکیې اتل امنیتي‌ ځواکونه هلته نوی نن به مدیرانه به د ټولو کډوالو لپاره په قبر بدله شوي‌ وی. هغه په یونان غږ وکړ چې تاسې لومړی په مدیترانه کې ډییموکراسي‌ وژغوۍ او بیا وروسته د نورو مسئلو په اړه بحث کوۍ.

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د وسله والو ځواکونو لپاره جوړ شوی دی خو د ټولې نړۍ پام يي ځانته رااړولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د وسله والو ځواکونو لپاره  جوړ شوی او په ۱۵ دقیقو کې بسته بندي‌ کیدونکی  امنیتي‌ کانټینر  چې  د بالستیک  توغندیو پر وړاندې په مقامت جوړ شوی په تطبیقاتو کې د ټولو پاملرنه ځانته رااړولې ده.

دا کانتینر پوځي هډه په ډیره لوړه سطحه د مقامت ، استخباراتو د بڼسټونو او د هر ډول حرکت د تثبت ظرفیت او توان لري او امنیتي‌ ځواکونو قوت او توان ځو برابره لوړوي.

 

د صباح ورځپاڼې « سل په سلو کې د نوې کیدونکې انرژۍ لپاره هڅه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکېې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې  په ترکیه کې به د سل په سلو کې د نوې کیدونکې انرژۍ د امکاناتو نه استفاده وشي. همداشان په تیرو ۳ میاشتو کې په ترکیه کې جوړ شوي‌ د برښنا شبکې ۹۷ عشاریه ۹ سلنه د نوې کیدونکې انرژۍ سرچینې تشکیلوي. ترکیه هڅه کوي‌ چې تر وروستۍ درجې د نوې کیدونکې انرژۍ امکاناتو نه کار واخلي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « روس ګرځندویان په ترکیه کې د رخصتۍ تیرولو پوره هوډ لري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د روسیې د سیاحتي‌ نماینده ګیو د ټولنې رئیس مایا لومیدزي وویل چې د روسیې لخوا ترکیې ته په الوتنو د محدودیت لګولو له امله روس ګرځندویان د اپریل او مې په میاشتو کې ترکیې ته تللی نشي‌ خو ددې سره سره تر اوسه پورې هغه ګرځندویانو چې په ترکیه کې ریزرویشنونونه کړي‌ هغه يي بدل کړي‌ ندي‌ او یا په عمومي‌ کې روس ګرځندویانو نورو هیوادونو ته د رخصتۍ لپاره تمایل ندي‌ ښودلي. ټولو خپل د ریزرویشنونونو نیټه د جون د میاشتې نه وروسته نیټې ته ځنډولې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ روس ګرځندویان په ترکیه کې د رخصتۍ تیرولو پوره هوډ لري.

 

د حریت ورځپاڼې « د ترکېې د فوټبال فدراسیون : په اروپا کې د سوپر لیګ تشبث د منلو وړ ندی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د فوټبال فدراسیون ویلي دي‌ چې بعضې اروپايي کلوپونو لخوا جوړ شوی د اروپا د سوپر لیګ پروژه د منلو وړ نده او پدې اړه پرمختګونه د اندیښنې سره تعقیبو. په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې دا ډول اقدامونه د نړۍوال فوټبال راتلوونکی د خطر سره مخامخوي . د ویلو ده چې په اروپا کې د فوټبال ۱۰ مخکښو لوبډلو د اروپا لیګ په نامه د یو جلا سوپر لیګ د جوړولو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه