د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه نړۍوال کنفرانس » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو تر شا د پلانونو، حقوقي اړخونو او د نن ورځې پر انعکاساتو د غور او بحث په خاطر د ۱۹۱۵ کلونو پيښو نړۍوال کنفرانس جوړوي. دا کنفرانس به په انلاین ډول جوړ شي.
د سټار ورځپاڼې « د ټکنالوژۍ وزیر : د کرونا ویروس د وي ایل پي واکسین په برخه کې د نړۍ په کچه تر ټولو نه په لوړه سطحه کې قرار لرو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک چې په ترکیه کې د کرونا ویروس ځايي واکسین د چارو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې په ترکیه کې د ځايي وخت لومړي فاز ازمایښتونه سرته رسیدلي او په انساناتو باندې ازمایښت پيل شوی دی . هغه چې په داوطلبه توګه دا واکسین تطبیق کړ ویلي دي چې تر اوسه پورې هیڅډول کوم جانبي عوارض ندي رامنځته شوي او هیڅډول جانبي عوارض نلري. هغه وویل چې د ترکیې د واکسین د توسعه او بڼسټونه ډیر پياوړي او قوي دي. د وي ایل پي واکسین په برخه کې د نړۍ په کچه په ډیره لوړه سطحه کې قرار لرو.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې ځايياو ملي موټر TOGG ستره جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځايي او ملي موټر TOGG سي ساو ماډل د طرحې او ډیزاین په برخه کې د اف ډیزاین اوارډ ۲۰۲۱ جایزه ترلاسه کړه.
د صباح ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې اوس هم په لومړي کتار کې ځای لري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو ایرو کنټرول لخوا د جوړ شوي د الوتنو د ټرافیک د راپور له مخې د استانبول هوايي ډګر د اپریل په ۱۴ مه نیټه د ۶۰۴ الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې خپل ځای حفظ کړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « د متحده عربي اماراتو نه بودروم او ترابزون ته مخامخ الوتنې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د متحده عربي اماراتو اړوند د فلای دوبۍ هوايي شرکت د ترکیې د بودروم او ترابزون ښارونو ته مخامخ الوتنې پيل کړې .
یاد شوي شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترابزون ولایت ته به په اونۍ کې درې الوتنې او د موغلا ولایت د بوردوم ښار ته به په اونۍ کې دوه مخامخ سفرونه وکړي.