د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719193193)
د صباح ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر لخوا د مصر په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د مې د میاشتې په اوایلو کې به د ترکیې یو هئیت د نوموړي هیواد په رسمي بلنه مصر ته سفر وکړي.
هغه وویل چې د ترکیې او مصر ترمنځه لومړی د استخباراتي کانالونو ترمنځه تماس ټینګ شوی وو چې وروسته د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې د تماسونو د دوام پر سر تفاهم وشو. په همدې چوکاټ کې د مصر په بلنه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یو هئیت مصر ته سفر کوي.
د وطن ورځپاڼې « د اوکراین د ولسمشر لخوا پر خپلو هیوادوالو د ترکیې نه د ملاتړ غوښتنه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د اوکراین نه د قوي ملاتړ له امله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه مننه وکړه. هغه وویل چې د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین د کریمیا د سیمې په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونې او پدې برخه کې د اوکراین نه قوي ملاتړ ځانګړی اهمیت لري. هغه د خپلو هیوادوالو نه وغوښتل چې د رخصتۍ تیرولو په خاطر ترکیې ته لاړ شي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ګرځندوی سکتور : د جون د میاشتې د لومړۍ نیټې نه د وروسته مودې لپاره د روس ګرځندویانو لخوا ډیر زیات طلب شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو د ټولنې رئیس فیروز باغلي قایا ویلي دي چې د جون د میاشتې د لومړۍ نیټې نه پيل د اکتوبر او نوامبر تر میاشتو پورې د روس ګرځندویانو لخوا ډیر سخت طلب شتون لري. هغه وویل داسې ښکاري چې سږنی د اوړي سیزن د اکتوبر او نوامبر تر میاشتو وغځیږي.
د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین د دوو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د بوینګ ۷۳۷ ماکس ډوله الوتکې نه استفاده وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د ملي او نړۍوالو هوانوردۍ اداراتو څخه د لازمې اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د دوو کلونو ځنډ نه وروسته د لومړي ځل لپاره د بوینګ ۷۳۷ ماکس ډوله الوتکې نه استفاده وکړه. ددې الوتکې سره يي پلازمینې انقرې ته سفر ترسره کړ.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې د دولتي هوايي ډګرونو د هوايي ټرافیک مرکز په اروپا کې لومړی مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو ایرو کنټرول د شمیرو له مخې د ترکیې دولتي هوايي ډګرونو د هوايي ټرافیک مرکز سږ کال په لومړنیو درې میاشتو کې د خدماتو په برخه کې په اروپا کې لومړی مقام خپل کړ.