د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1617108
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپانې « د اوکراین ولسمشر زیلانسکي‌ ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، پداسې حال کې چې د اوکراین او روسیې په پولو کې شخړه دوام لري‌ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د اپریل په لسمه د خالي‌ په ورځ ترکیې ته راځي.

د اوکراین ولسمشر د ترکیې او اوکراین ترمنځه په عالي‌ کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا د غونډې په خاطر راځي. هغه به د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې « د خزانې او مالیې وزیر ایلوان د جي‌ شل د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي‌ ایلوان د جي‌ شل د وزیرانو په غونډه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون وکړ.

هغه وویل چې پدې غونډه کې د نړۍوال اقتصاد د راژوندي‌ کولو په برخه کې د پرمختګ په حال کې د هیوادونو په طاقت خبرې وکړې.

همداشان د فقیرو هیوادونو سره د مرستې په خاطر د غوڅو ګامونو د اوچتولو په اړه مو ځینې تصامیم ونیول.

 

د سټار ورځپاڼې «‌  فرانکفورتر الګماینه زایتونګ : د ترکیې ځايي‌ او ملي موټر د تسلا، فولکس واګن او خپلو نورو رقیبانو  ښکاره میدان ډبوي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ چې د جرمني‌ ورځنۍ ورځپاڼې فرانکفورتر الګماینه زایتونګ  د ترکیې د ځايي او ملي‌ موټر په اړه یو ځانګړی خبر خپور کړی دی. په خبر کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ برښنايي موټر په یو ځل شارژ سره څه باندې ۵۰۰ کیلومتره مزل سره تسلا، فولکس واګن او خپلو نورو رقیبانو ته په ښکاره توګه میدان ډبوي. دا موټر د خپلو رقیبانو نه ډیر مخکې ښکاري.

 

د وط‌ن ورځپاڼې « د ټرانسپورت وزیر: د مې د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به ترکسات ۵ ای  سپوږمه کۍ به مدار ته ورسیږي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ به د مې د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۳۱ درجې ختیځ لوري مدار ته ورسیږي. هغه وویل چې د روان کال په وروستۍ ربع کې به ۵ بي مصنوعي سپوږمه کۍ فضا ته وتوغو.

 

د صباح ورځپاڼې « د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې ۱۸ میلیونو تنو مساپرو  ته خدمات وړاندې کړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې هوايي ډګرونو د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په دوران کې د قوي‌ تدابیرو نیولو سره د روان کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې ۱۸ میلیونو تنو مساپرو ته خدمات وړاندې کړي‌ دي.

همداشان پدې موده کې د ترکیې د هوايي ډګرونو نه ۲۳۸ زره ۴۴۸ الوتکو الوتنې او ناستې کړي‌ دي.



اړوند خبرونه