د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1615723
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د مونترو تړون په اړه څرګندونې »‌ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د مونترو د سمندري‌ تنګيو تړون چې په ۱۹۳۶ کال کې لاسلیک شوی دی ترکیې ته ډیرې زیاتې لاسته راوړنې ورپه برخه کړي‌ دي‌ او ترکیې لپاره ځانګړی اهمیت لري. تر کومه چې ددینه د لا ښه تړون زمینه برابریږي ترکیه ددې تړون په اړه ژمنه ده. ولسمشر اردوغان وویل که چیرې په راتلوونکې کې اړتیا پيدا شي‌ او وکولای شو چې هیواد ته لا ښه تړون برابر کړو پدې تړون بیا کتنې نه به ډډه ونکړو.

 

د سټار ورځپاڼې «  ولسمشر رادوغان د دوو مشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې » د سرلیک لاندې  د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان د کوسووا د ولسمشرۍ په توګه ټاکل شوې ویوسا عثماني سادریو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې او هغې ته يي  مبارکي‌ وویله.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترک ټولنې د نوي‌ حکومت جوړولو او د ولسمشرۍ ټاکنو په بهیر کې د ساختاري‌ او رغنده رول د لوبولو نه ستاینه وکړه. د دواړو هیوادونو ترمنځه د تاریخي‌‌ او دوستۍ د اړیکو  د لا پياوړې کولو باندې ټینګار وکړ.

همداشان ولسمشر اردوغان د قطر د امیر الثاني سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې . پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دواړه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه کیدای شي‌ چې د روسیې سره فضايي تړون لاسلیک کړي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د فضايي چارو د اژانس رئیس حسین یلدرم  وویل کیدای شي‌ چې ترکیه په نږدې راتلوونکې کې د فضايي چارو په برخه کې  د همکارۍ تړون لاسلیک کړي. هغه وویل چې د خپلو ملي‌ اهدافو په رڼا کې د ټاکل شوو هیوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره اړیکي جوړې کړو. همداشان روسیه هم په همدې هیوادونو کې ځای لري. د روسیې په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو سره د همکارۍ په خاطر کار کوو او کیدای شي‌ چې په نږدې راتلوونکو کې ددې هیواد سره د همکارۍ تړون هم لاسلیک کړو.

 

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې او اذربایجان ترمنځه  نوې همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې او اذربایجان ترمنځه پرته د پاسپورت د سیاحت کولو د دورې د پيلیدو نه وروسته  د دواړو هیوادونو ترمنځه یو نوی تړون لاسلیک شو.

د لاسلیک شوي‌ نوي‌ تړون له مخې به د روغتیا او ګرځندوی په برخه کې یو پلاټ فورم جوړ شي.

ددې تړون سره به د دواړو هیوادونو ترمنځه د ګرځندوی سکتور لا پسې پياوړی شي.

 

د صباح ورځپاڼې « د بې پيلوټه په وسلو سمبال ډرون الوتکو نه وروسته اوسنی هدف بې پيلوټه جنګي‌ الوتکه ده » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو مخترع سلجوق بیرقدار د خپلې نوې پروژې زیری ورکړ. د ویلو ده چې د ترکیې بې پيلوټه الوتکو چې په ځانګړې توګه د هیواد نه بهر په پوځي‌ عملیاتو کې ډیر ځانګړی رول لوبولی دی او په ځانګړې توګه د قره باغ په جګړه کې د ارمنستان پوځ ته ستره ماتې ورکړه  خپل اهمیت لا پسې ډیر کړی دی. د ترکیې د بي پیلوټه الوتکو مخترع سلجوق بیرقدار ویلي‌ دي‌ چې زمونږ اوسنی هدف بې پيلوټه جنګي‌ الوتکه ده. د بې پيلوټه جنګي‌ الوتکې په خاطر مو په چارو پيل کړی دی.



اړوند خبرونه