د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1612619
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « اردوغان : په کمکي اختر کې به د ارمنستان د اشغال نه ژغورل شوي د اذربایجان د شوشا نه لیدنه وکړم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترک تبارو هیوادونو د شورا د ولسمشرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې

" په قره باغ کې د ترک میراث د محافظې او دفاع په خاطر د خپلو ټولو امکاناتو سره د اذربایجان ترڅنګ ولاړ یو. انشاالله چې د کمکي اختر نه وروسته به د ارمنستان د اشغال نه ژغورل شوي د شوشا د سیمې نه د لیدنې نه د دویم اختر په څیر خوشحالي او خوښي راپه برخه شي. "

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا خپور شوي د بشري حقونو د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي راپور په غبرګون کې ویلي دي چې " امریکا د بشري حقونو په سږني راپور کې هم  د جولای د ۱۵ مې کودتا  فاعل  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه چې په ترکیه کې په سلګونو تنه بې ګناه انسانان په شهادت رسولي د ګولن غورځنګ په توګه یادونه  ددې ښکارندويي کوي چې امریکا تر اوسه پورې ددې ترهګري سازمان پر خلاف زمونږ پر حق مبارزه درک کړې نده، پدې اړه په غوڅو دلایلو او شواهدو سترګې پټې کړي او ددې ترهګري سازمان تر اغیزو لاندې دا راپور جوړ کړی دی. "

د سټار ورځپاڼې « د وزیر ورانک نه د ځايي او ملي واکسین په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک په ترکیه کې د کرونا ویروس د ځايي او ملي واکسین د چارو په اړه وویل چې " د واکسین ټولې چارې په ډیر بریالي شکل سره پر مخ روان دي. د واکسین ازمایښونو د پایته رسیدو سره به انشاالله چې د روان کال تر پایه ۵۰ میلیونه ډوزه واکسین تولید کړو. "

د خبرترک ورځپاڼې « د ترک علي په دویم کوهي کې د انرژۍ د پلټون په خاطر ۳۹۵۰ متره کیندنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د فاتح په نامه د ګازو د پلټون کښتۍ  د سکاریا د ګازو په سیمه کې د انرژۍ د پلټون چارو ته دوام ورکوي. د ویلو ده چې پلټون د سمندر په تل کې په ۳۹۵۰ مترو ژوروالي سره دوام لري.

پدې کوهي کې د پلټنې چارې په بریالیتوب سره پایته ورسیدې.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین نه مساپرو ته وړیا خدمت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکش ایرلاین هوايي شرکت مساپرو ته د پرس ریډر د پروګرام سره د مختلفو هیوادونو چاپي رسنۍ په وړیا توګه په اختیار کې ورکوي .

مساپر کولای شي چې  د مسافرت د مودې نه ۲۴ ساعته مخکې او تازه خبرونه او پيښې ددې پروګرام له لارې تعقیب کړي.



اړوند خبرونه