د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1610933
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د اردوغان لخوا په پانګه والو غږ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍ پانګه وال په ترکیه کې پانګه والۍ ته راوبلل. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ  ټولو پانګه والو چې د هر مذهب، رنګ، دین او لارې خاوندان وي په ترکیه کې پانګه اچونې ته بلنه ورکوو. هغه وویل چا چې پخوا په ترکیه کې پانګه اچونه کړې ده هغوې نن لا زیاته وده کړې او د خپلو پانګه اچونو د میوو په راټولو يي پیل کړی دی. لا ستر بازارونو ته لار موندلې ده. د همدې امله ددینه وروسته هم په ترکیه کې پانګه والي د پخوا په څیر ګټه لري او هر سړی به يي میوه په ډیره لنډه موده کې راټوله کړي.

د وطن ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې نه مهم سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس میشل او اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیسه اورزولا فن در لاین د اپریل په شپږمه نیټه ترکیې ته راځي. میشل او در لاین به د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړه. د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې د مشرانو په سرمشریزه کې د اقتصادي، کډوالۍ، د ټولنو ترمنځه تماس او سیاحت په څیر په مسئلو کې د ترکیې سره د همکاریو د لا پیاوړي کولو پریکړه شوې وه.

د سټار ورځپاڼې « د نړۍ ستر ستر شرکتونه د ترکیې په پروګرام کې داخلیدل غواړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د فضايي چارو د اژانس رئیس سردار حسین یلدرم وویل چې زمونږ هدف تر ۲۰۲۸ کال سپوږمۍ ته ختل او هلته نرمه ناسته او د ځینېو معلوماتو راټول او ترکیې ته رالیږل دي. هغه وویل چې د جاپان، چین، روسیې، اروپايي هیوادونو او امریکا په څیر د هیوادونو شرکتونو زمونږ د فضايي پروګرام په خاطر مونږ سره تماس نیولی او مبارکي راکړې او زمونږ پدې پروګرام کې د داخلیدو غوښتنه کړې ده .

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه به په راتلوونکو ۱۵ کلونو کې په صادراتو کې ډیرې لوړې سویې ته ورسیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره د صادراتو په برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی دی. همداشان په ترکیه کې د صادراتو وده دوام لري. د ویلو ده چې په ترکیه کې د یو زیات شمیر سکتورونو لپاره ستر فرصتونه برابریږي. اټکل شوی دی چې په راتلوونکو ۱۵ کلونو کې به صادرات ډیرې لوړې سویې ته ورسیږي.

تمه کیږي چې پدې موده کې تر ټولو زیات صادرات دفاعي او هوايي صنایع وکړي. ویل کیږي اټکل شوی دی چې دا سکټورونه به ۴۲۵ سلنه وده وکړي.

د صباح ورځپاڼې « ترکیه به د نوي نسل تودوخي تکنالوژي صادره کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په پلازمینه انقره کې د انرژۍ یو شرکت د تودوخي تکنالوژۍ په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړی دی. دې شرکت د بور مادې نه ننوتکنالوژي تولید کړې ده. دا تکنالوژي به په اروپا کې د ۵۰ نه د ډیر عمر لرونکو ودانیو د تودوخي په برخه کې کار واخیستل شي. یاد شوي شرکت دم ګړۍ ددې تکنالوژي نوم پټ ساتلی دی او ویلي دي چې په راتلوونکو لسو کلونو کې به یو میلیارده ډالرو په ارزښت تکنالوژي صادر کړي.



اړوند خبرونه