د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1608799
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د رویټرز لخوا د اردوغان او بایدن په اړه ډیره مهمه ارزونه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان خبري اژآنس رویټرز د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او امریکا د ولسمشر جو بایدن په اړه یو ډیره هر اړخیزه ارزونه کړې ده.

د رویټرز لخوا په خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې د ترکیې ولسمشر اردوغان لپاره  د هر څه نه مخکې د ترکیې منافعو په لومړیتوب کې قرار لري. هغه د امریکا او یا روسیې ټول شرطونه په کلکه توګه رد کړي دي. اردوغان وايي چې ترکیې ډیر سخت بدلونه پرې کړي دي او ددینه وروسته به بدل پرې نکړي. د اردوغان دا دریځ او سیاست کیدای شي چې د امریکا ولسمشر بایدن د ځینو ستونزو سره مخامخ کړي. پدې مقاله کې راغلي دي چې پدې وروستیو کې په سیمه او نړۍ کې د ترکیې حملو ته په کتو سره ترکیې ټولې نړۍ ته په ښکاره توګه دا پیغام ورکوي چې ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده.

د حریت ورځپاڼې « د اروپايي ټولنې د مشرانو په سرمشریزه کې د ترکیې سره د همکارۍ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مشرانو د سرمشریزې په پریکړه لیک کې د ترکیې سره د همکاریو د پرمختیا په اړه چمتوالی ښودل شوی دی. ددې په مقابل کې ترکیې هم د اروپايي ټولنې سره په لوړه کچه د ډیالوګ او مذاکراتو لپاره اماده ګي ښودلې ده.

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان میرمن آمنه اردوغان د ملګروملتونو د نړۍوالو اهدافو د جایزې لایق وګڼل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنه اردوغان د صفر ضایعاتو د پروژې سره چاپیریال د ترسره کړو مرستې له امله د ملګروملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام لخوا د نړۍوالو هدفونو د سترې جایزې لایق وګڼل شوه.

په ترکیه کې د ملګروملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام دفتر دا جایزه آمنې اردوغان ته تقدیم کړه.

د صباح ورځپاڼې « د اوکراین نه کاپادوکیا ته لومړنی مستقیم پرواز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د کیف د هوايي شرکت لخوا د ترکیې د کاپا دوکیا نړۍوال هوايي ډګر ته په اونۍ کې دوه ځلې د مخامخو الوتنو پروګرام په چوکاټ کې خپله لومړنۍ مخامخ الوتنه وکړه.

پدې سفر کې ۱۸۰ تنه ګرځندویان کاپادوکیا ښار ته یوړل شول چې پدې ښار کې د چارواکیو لخوا د ګلانو سره ترینه هر کلی وشو.

 



اړوند خبرونه