د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1606594
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د قبرس لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د قبرس لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د ځانګړي استازي او سلاکار جان هول لوت سره په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو او لوت پدې لیدنه کې د اپریل په میاشت کې د سوئیس په پلازمینه جینیوا کې د قبرس په اړه جوړیدونکي پنځه جمع یو غیرې رسمي غونډې د چمتوالي په اړه خبرې وکړې.

د ینې شفق ورځپاڼې « د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیره: اروپايي ټولنه باید د ترکیې سره ډیرې ښې او مثبتې اړیکي ولري » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیرې ګونزالیس لایا تیره ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې نه مخکې په خپلو څرګندونو کې وویل چې اروپايي ټولنه باید د ترکیې سره ښې اړیخې ولري.

د سټار ورځپاڼې « د بې کارۍ ارقام خپاره شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې ادارې په ترکیه کې د ۲۰۲۰ کال د بې کارۍ ارقام اعلان کړل.

د احصایې لخوا د اعلان شوو ارقامو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ سره سره په ترکیه کې د بې کارۍ کچه صفر عشاریه ۵ سلنې په راټیټیدو سره ۱۳ عشاریه ۲ سلنې ته راټیټه شوه.

د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په اروپا کې لومړی مقام ساتلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت د تشکیلاتو ایرکنټرول د راپور له مخې د ترکیې هوايي شرکت ترکش ایرلاین د مارچ د میاشتې ۱۵ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه د ورځې په اوسط ډول د ۶۷۰ الوتنو سره په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.

د فرانسې هوايي شرکت په دویم کتار کې ځای نیولی دی.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او هالنډ سیالي به د مایکل اولیور لخوا اداره شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ۲۰۲۲ کال د فیفا د نړۍوال جام  د غوراوي سیالۍ پیلیږي. د ترکیې الف ملي لوبډله  د ۲۰۲۲ کال د فیفا د نړۍوال جام د غوراوي د سیالیو په ترڅ کې په جي ډله کې سبا د هالنډ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

دا لوبه د انګلیس ریفري مایکل اولیور تر ادارې لاندې ترسره کیږي.



اړوند خبرونه