د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1719097604)
د ینې شفق ورځپاڼې « د جرمني ورځپاڼه ډیا ولټ : ترکیه د واکسین د تطبیق په مسئله کې د جرمني نه ډیره چټکه ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په جرمني کې خپریدونکې د ډیا ولټ ورځپاڼې په جرمني کې د کرونا ویروس د واکسین په اړه د خبر په خپرولو سره ویلي دي چې ترکیه د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق په مسئله کې د جرمني په پرتله لا زیات چټک دی. په خبر کې راغلي دي چې د قوي او پیاوړي روغتیايي سیستم له امله د واکسین په مسئله کې د جرمني نه مخکی دی.
د صباح ورځپاڼې « ایټالیا د ترکیې اقتصاد وستایه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ایتالیا یوې مشهورې اقتصادي ورځپاڼې په ترکیه کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په دوره کې د اقتصادي ودې په اړه یو ډیر هر اړخیز راپور خپور کړی دی. پدې راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیې د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ ربع کې ۵ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي وده کړې ده . ترکیې پداسې حال کې دا اقتصادي وده کړې ده چې د کرونا ویروس د ټولې نړۍ اقتصاد ته ستر ګوزار ورکړی دی. خو ترکیې ددې ټولو سره سره اقتصادي ودې ته دوام ورکړی دی.
د وطن ورځپاڼې « ترکیه به د مارچ د میاشتې د صادراتو سره ټول حیران کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو د مجلس رئیس اسماعیل ګل لي وویل چې سږ کال په ترکیه کې د صادراتو له پلوه یو ډير ښه کال دی. د مارچ د میاشتې د صادراتو سره به ټول د تعجب سره مخ شي. هغه وویل چې د مارچ په میاشت کې به د صادراتو په برخه کې یو ډیر ستر بری ترلاسه شي. هغه وویل چې سږ کال د صادراتو په برخه کې هدف ۲۰۰ میلیارده ډالره دی.
د سټا ورځپاڼې « د نړۍ مهم شرکت په ترکیه کې ستره پانګه اچونه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ مشهور شرکت شیاومي په ترکیه کې فابریکه جوړه کړې او ددې فابریکې د پرانیستو نیټه يي اعلان کړه. یاد شوي شرکت ویلي دي چې په ترکیه کې به خپله فابریکه د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۹ مه نیټه پرانیزي. دا فابریکه چې په استانبول کې جوړه شوې ده تمه کیږي چې په کال کې پنځه میلیونه زیرک ټيلیفونونه تولید کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « په ۲۰۲۱ کال کې د انګلیس ګرځندویانو ترجیح ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې انګلستان ګرځندویانو یو ځل بیا ترکیې ته ترجیح ورکړې ده . ورځپاڼې لیکلي دي چې په ترکیه کې هم د ۶۰ کلونو نه د لوړ عمر لرونکو د کرونا ویروس واکسین سرته رسیدلی دی. همداشان د ترکیې د ګرځندوی وزیر ویلي دي چې ترکیه به د ګرځندویانو نه د کرونا واکسین د سند غوښتنه ونکړي. همداشان تمه کیږي چې د اپریل د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره د کرونا ویروس ټسټ مسئله هم پایته ورسیږي. یعنې ددې نیټې نه وروسته د ګرځندویانو نه ترکیې ته د سفر پر مهال د کرونا ټسټ ونه غوښتل شي.