د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1602756
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « اردوغان : ترکیه به د تولید تر ټولو په ستر مرکز بدل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د فورډ اوتوسان موټرو د شرکت د راتلوونکې پلان په نامه په غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې  ترکیه به په راتلوونکې د برښنايي او اړوندو تجاري موټر د تولید تر ټولو په ستر مرکز بدل شي.

د صباح ورځپاڼې « د مولود چاووش اوغلو لخوا د اروپايي ټولنې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره ورځ د ترکیې او اروپايي تولنې د اړیکو په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې « د اړیکو د ودې او پرمختیا لپاره  زمونږ په مخکې یو ډیر مهم فرصت شتون لري »  هغه وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې سره اړیکو د ودې او پرمختیا ته چمتو ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « اروپا په ترکیه کې د رخصتۍ لپاره ورځې شمیرې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ۲۰۲۱ کال د ګرځندوی د سیزن لپاره د اروپايي ګرځندویانو لخوا په ترکیه د رخصتۍ د تیرولو په خاطر په ریزویشنونو پيل شوی دی. د ویلو ده چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د وخت نه مخکې ریزرویشنونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .

د ویلو ده چې په لومړي کتار کې د هر کال په څیر د جرمني او په دویم کتار کې د انګلستان وګړي شتون لري.

د سټار ورځپاڼې « بیرقدار شرکت : اقنجي پي ټي ۳ ماډل بې پيلوټه تعرضي الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تکنالوژۍ او ډرون الوتکو شرکت بیرقدار د تخنیکي چارو رئیس سلجوق بیرقدار وویل چې د هیواد د ملي تعرضي ډرون الوتکې اقنجي پي ټي ۳ ماډل په ازمایښتونو پيل وشو. همداشان هغه ددې الوتکې د ازمایښت ویدیو هم  نشر کړې ده.

د خبرترک ورځپاڼې « ناز ایدیمیر اق یول د تاریخ تر ټولو د ښو سلو لوبغاړو په  لست کې ځای ونیو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فنرباغچه اوپټ د ښځو د والیبال د لوبډلې ملي لوبغاړې ناز ایدیمیر اق یول د تاریخ تر ټولو د ښو سلو تنو لوبغاړو په لست کې ځای ونیو.

 



اړوند خبرونه