د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1597107
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د مارچ د اتمې  د ښځو د نړۍوالې ورځ  په مناسبت د  ولسمشر اردوغان پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر اردوغان د مارچ د اتمې د ښځو د نړۍوالې ورځ په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې له امله ټولو ښځو ته چې  د  مینې، زیار او فداکاریو له امله ټول بشریت ته  د امید او هیلو سرچینه ده مبارکي وایم.

د یو داسې ماحول د رامنځته کولو په خاطر چې هیڅ یوه ښځه هم پکې د شدت او تاوتریخوالي قرباني نشي په اړه روانې مبارزې ته به  د قوي عزم او ارادې سره دوام ورکړو."

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې هر ډول شدت او تاوتریخوالي ته د بشري جنایت په سترګه ګورو. همداشان د ښځو پر وړاندې هر ډول شدت او تاوتریخوالی او تبعیض په کلکه توګه غندم.

د سټار ورځپاڼې « چاووش اوغلو : په اوزبیکستان کې لومړنی سفارت ترکیې پرانیستی دی» د سرلیک لاندې لیکلی دي، د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اوزبیکستان د ثمرقند په ښار کې د ترکیې جنرال قونسلګرۍ ودانۍ پرانیسته. چاووش اوغلو دلته په خپله وینا کې وویل چې دا قونسلګري به د پلرني وطن اوزبیکستان سره زمونږ د اړیکو په برخه کې یو نوی سمبول وي. هغه وویل چې ترکیه لومړنی هیواد دی چې په اوزبیکستان کې سفارت پرانیستی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د بایدن حکومت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځه د سولې په برخه کې د ترکیې نه د مرستې غوښتنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په استولي لیک کې ویلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت د سولې د مذاکراتو وروستی پړاو به د ترکیې په کوربه توب ترسره شي. هغه ویلي دي چې د ترکیې نه به د افغانستان د جګپوړو چارواکیو او طالبانو په ګډون د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړو.

د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاین او استانبول هوايي ډګر په نړۍ کې په لومړي کتار کې ځای لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت  د تشکیلاتو ایرو کنټرول د راپور له مخې د فبروري د لومړۍ او شپږو مو نیټو ترمنځه د الوتنو د ټرافیک د ارقامو له مخې ترکش ایرلاین په اوسط ډول د ورځې  د ۵۸۱ الوتنو سره او هوايي ډګر ددې الوتنو د کوربه توب له امله په نړۍ کې تر ټولو په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.

د صباح ورځپاڼې « سپوږمۍ ته د سفر په خاطر په وړاندیزونو کې ترکیې په څلورم کتار کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، جاپاني میلیاردر چې د سپیس ایکس فضايي سفینې سره سپوږمۍ ته د ۸ تنو د بیولو اعلان کړی دی ویلي دي چې تر اوسه پورې د نړۍ د ۲۳۹ هیوادونو او سیمو نه څه باندې ۵۰۰ زره وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي دي چې پدې وړاندیزونو کې په لومړي کتار کې هندوستان او دویم کتار کې امریکا ځای نیولی دی. همداشان ترکیې په څلورم کتار کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه