د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1590265
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان : د هر څاڅکې وینې حساب به وپښتو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د عدالت او پراختیا ګوند په ولایتي کانګره کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې " د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مو د اوچتو کړو ګامونو نه مو د میوې په اخیستو پیل کړی دی. هم د ترهګري سازمان سره د ګډون کچه او هم د ترهګرو د بریدونو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل زمونږ د ملت په یووالي او اتحاد برید کوونکي ددې ترهګرو نه به د تویې کړي هر څاڅکې وینې حساب وپښتو."

حریت ورځپاڼې « موديز درجه بندۍ شرکت د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل لوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اقتصادي درجه بندیو نړۍوال سازمان مودیز د ۲۰۲۱ کال لپاره د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکل کچه لوړه کړه. دې سازمان چې مخکې د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه دا رقم يي ۴ سلنې ته لوړ کړ.

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر د نړۍوالو هوايي ډګرونو شورا د اقلیم او زیرکو هوايي ډګرونو په لست کې شامل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر د هوايي ډګرونو د نړۍوال شورا لخوا د اقلیم او چاپیردوسته هوايي ډګر په توګه د سرتیفیکیت د ترلاسه کولو حق ترلاسه کړ.

د سټار ورځپاڼې « د کلیوپاترا ساحل د اروپا تر ټولو د ښه سواحلو په لست کې شامل شو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سیاحت د درجه بندۍ یوې نړۍوالې انټرنت پاڼې  چې هر کال د نړۍ په کچه د سیاحتي او توریستیکو سیمو او مکانونو په اړه د میلیونونو تنو نظریات او تبصرو په اړه ارزونې کوي د ۲۰۲۱ کال تر ټولو د ښو ساحلونو په اړه لست جوړ کړی دی.

د اروپا تر ټولو ښو سواحلو په منځ کې د ترکیې د انتالیا ولایت د کلیوپاترا سواحل هم ځای نیولی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « په ۲۰۲۱ کال کې د روس ګرځندویانو تر ټولو زیات د خوښې هیواد ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د یاندکس ټریول شرکت په روسیه کې د لسو زرو تنو مخامخ ملاقات کړی او د هغوې نظر يي پوښتلی دی.

په نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو ۶۸ سلنې ویلي دي چې په نورو هیوادونو کې د محدودیتونو لرې کیدل به البته چې ددوې پر پلانونو تاثیر وکړي. پدې نظر پوښتنو کې د ګډون کوونکو اکثریت د هیواد نه بهر د رخصتۍ د تیرولو لپاره ترکیه انتخاب کړې ده .



اړوند خبرونه