د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1589490
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیه د واکسین په برخه کې په اوم کتار کې ځای لري »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د کرونا ویروس پر خلاف د واکسین تطبیق د تیر کال د دسمبر په ۱۳ مه نیټه پیل شو خو په ترکیه کې بیا د جنوري په ۱۴ مه نیټه پيل شو.

ترکیه د کرونا ویروس د واکسین په برخه کې په نړۍ کې په اوم کتار کې ځای نیولی دی. پداسې حال کې چې په نړۍ کې د هرو سلو تنو نه ۲ عشاریه ۶۳ سلنه کسان واکسین شوي دي په ترکیه کې بیا دا رقم  ۸ سلنې ته رارسیدلی دی.

د وطن ورځپاڼې « ترکیه: مونږ چمتو یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترکمنستان ګاز ترکیې ته راانتقالولو او د ترکیې له لارې د اروپا بازارونو ته د رسولو په خاطر د نللیکو غځولو ته چمتو یو.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د هوانوردۍ په تاریخ کې ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنۍ ځايي او ملي په وسلو سمبال ډرون الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ د ۳۰۰ زره ساعته الوتنې امتحانونه په بریالیتوب سره سرته ورسول. دا د ترکیې د هوانوردۍ په تاریخ کې یو ریکارډ دی. ۳۰۰ زره ساعته الوتنه ۳۴ کاله پرته د ځنډه په دوامداره توګه د الوتنې کولو په معنا دي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې په مرسته جنګۍ کښتۍ جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هندوستان دولتي د کښتۍ جوړولو شرکت د ترکیې نه د تکنالوژۍ د ټرانسفر او مرستې سره د جنګي کښتۍ د جوړولو لپاره چمتوالی نیولی دی.

ویل کیږي پدې پروژې به د یو نیم نه تر دوو میلیاردو ډالرو پورې لګښت راشي. هندي شرکت سره به د استانبول د اناتولیا د کښتۍ جوړولو د شرکت لخوا د ټکنالوژۍ مرسته وشي.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې  د ګرځندوی په برخه کې نوې هیلې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انګلستان کې د مارچ ۸  او جنوري د ۲۱ مو نیټو ترمنځه د ژوند د چارو د نورمالیدو په اړه د حکومت لخوا د اعلان نه وروسته د نوموړي ګرځندویانو لخوا د رخصتۍ لپاره ترکیې ته د راتګ په خاطر وړاندیزونه ۶۳۰ سنله لوړ شوي دي.



اړوند خبرونه