د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1588661
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : سوري کډوالو ته غیږ پرانیستوونکی او ددوې نه ملاتړ کوونکی  یواځنی هیواد  او دولت ترکیه دی » سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ایزمیر کې جوړ شوي د کډوالۍ نړۍوال کنفرانس ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل پداسې حال کې چې اروپايي ټولنې د یونان سره د ۱۰۰ زرو تنو کډوالو په خاطر ۳ میلیارده ډالره مرسته کړې ده د ترکیې سره د څه باندې ۴ میلیونو تنو کډوالو په خاطر کافي مرسته نده کړې. همداشان ددې سربیره په اروپا کې په لسګونو زره تنه سوري کډوالو ماشومان لا درکه دي. دا چې دا ماشومان چیرته دي او د چا لخوا تښتول شوي دي پدې اړه هیڅوک څه نه پوهیږي.

د حریت ورځپاڼې « چاوش اوغلو : نړۍ یو ځل بیا د پ ک ک لخوا د ترسره شوي قتل عام په اړه چوپه خوله پاتې شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ۴۶ مه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې  نړۍ یو ځل بیا  د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د ۱۳ معصومو او بې ګناه ترکانو د وژلو په اړه  چوپه خوله پاتې شوه .

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د نړۍوالو همغږۍ پرته او د موجودو دوه ګوني چلند سره مونږ هیڅوخت نشو کولی چې دا تهدید له منځه یوسو.

د وطن ورځپاڼې « د امریکا لخوا تاریخي اعتراف : د وای پ جي په مسئله کې مو ستره خطا کړې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو چې په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان څانګې وای پ جي سره د مرستې او ملاتړ له امله په تل سختې نیوکې کیدې دا ځل پخپله اعتراف وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو د اروپايي قوتونو پخواني قومندان ډګرجنرال بن هوډګیس ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې امریکا باید د ترکیې په مقابل کې اعتماد سازي وکړي. ترکیې ته پوره ډاډ او اعتماد ورکړي. هغه وویل چې امریکا د پ ک ک او وای پ جي په مسئله کې ستره خطا وکړه. امریکا د خپل نږدې متفق او متحد هیواد ترکیې سره د اړیکو په بیه د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګې وای پ جي سره مرسته وکړه . خو اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د خپلو ګټو په خاطر پدې مسئله بیا کتنه وکړو او ترکیې ته قوي اړیکي جوړې شي.

د سټار ورځپاڼې « د یونان او سویلي قبرس تاریخي ماته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پروفیسور ډاکټر حسین اشقسال وویل چې یونان او سویلی قبرس اداره په اصل کې د ستونزې د حل نه بلکې د امتیاز په لټه کې دي. دواړو چې په قبرس کې د ترکیې نه د امتیاز اخیستو تمه کوله تش لاس پاتې شول او د سترې ماتې سره مخامخ شول.

اروپايي هیوادونو د ختیځې مدیترانې تر ټولو د مهم ستراتیژیک اکټور ترکیې سره د اړیکو د خرابولو نیت نلري چې د همدې امله یونان او سویلي قبرس یواځې پاتې شول. داسې ښکاري چې یونان او قبرس په راتلوونکې کې د لا سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې  د سروزرو تولیداتو کې ستر ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د سروزرو تولیدات د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو دي. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزارت په تیرو پنځو کلونو کې په ترکیه د سروزرو د تولیداتو ارقام خپاره کړل.

ددې شمیرو له مخې ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې ۲۴ عشاریه پنځه ټنه، په ۲۰۱۷ کال کې ۲۲ عشاریه ۵ ټنه، په ۲۰۱۸ کال کې بیا ۲۷ عشاریه ۱ ټن، په ۲۰۱۹ کال کې ۳۸ ټنه او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۴۲ ټنه سره زر تولید کړي دي.



اړوند خبرونه