د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1585213
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « عملیاتو ساحه به لا پراخه او دوام به وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق د ګارا په سیمه کې د پ ک ک ترهګري ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په اړه وویل چې ددې عملیاتو ساحه به لا پراخه کړی شي. ولسمشر اردوغان وویل د ټولو هغه سیمو پر خلاف چې د ترکیې امنیت ته ګواښ جوړ کړی عملیات ترسره شي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ټولې سیمې به د ترهګرو لپاره په هدیرې او زندانونو بدلې کړو. همداشان په هغه سیمې چې تصفیه شوي وو هلته به خپل ځواکونه ځای په ځای کړو. څومره چې لازمه وه هلته به زمونږ ځواکونه خپل موجودیت ته دوام ورکړي.

د وطن ورځپاڼې « پ ک ک ترهګري سازمان د ۱۹۸۴ کال راهیسې تر ننه پورې د ملکي وګړو ۶۰۲۱ قتل عامونه ترسره کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ترکیې په ملي شورا کې په خپله وینا کې وویل چې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف به عملیات د خپل ټول شدت سره پرته د ځنډه دوام وکړي. د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو بیا وویل چې د پ ک ک ترهګري سازمان د ۱۹۸۴ میلادي کال راهیسې تر ننه پورې د ملکي وګړو ۶۰۲۱ قتل عامونه ترسره کړي دي. هغه په هغه برخو چې پدې قتل عامونو يي سترګې پټې کړي دي ډیر سخت غبرګون وښود.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ملکي وګړو ساتونکي یواځني نړۍوال ځواکونه  د ترکیې عسکر دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې مقاله په خپرولو سره ویلي دي چې ترکیه په نړۍ کې یواځی نړۍوال طاقت او قوت دی چې د نړۍ نږدې ۵ میلیونه تنو بې دفاع او ملکي وګړو د حقونو نه دفاع کوي او هغوې ته يي غیږ پرانیستې ده . همداشان په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیې وسله وال ځواکونه هم یواځنی وسله وال ځواک دی چې په سوریه کې د بشار اسد د ځواکونو لخوا روان ملکي وګړو د قتل عامونو مخه ونیولې ده . په سوریه کې د اسد د ځواکونو او ملکي وګړو ترمنځه يي دیوار جوړ کړی دی.

د سټار ورځپاڼې « ایراني متخصصینو ترکیې ته اشاره وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه اټومي تړون ته د بیرته رستنیدو په وړاندې خنډونه دوام لري ایراني متخصصینو د ایران او امریکا ترمنځه د منځګړتوب لپاره تر ټولو د غوره هیواد په توګه ترکیې ته اشاره کړې ده . همداشان ځینو ایراني متخصصینو قطر، روسیې او چین  نه هم یادونه کړې ده . خو ډیری متخصصینو بیا ویلي دي چې ترکیه او قطر  د امریکا او ایران سره ښې اړیکي لري  او ددې ترڅنګ دواړه هیوادونه پر ایران د لګیدونکو بندیزونو مخالف دي.

د حریت ورځپاڼې « جونیت چاقر د ۲۱مې پيړنۍ تر ټولو د ښه دویم ریفري په توګه وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فوټبال د تاریخ او احصایې نړۍوال فدراسیون د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه په دوره کې د نړۍ تر ټولو د ښه ریفريانو لست خپور کړی دی.

دا لست چې ددې سازمان د ژوي هیئت د رایو سره ټاکل کیږي له مخې جوړ شوی دی. پدې لست کې د جرمنی هیواد ریفري فیلیکس بریش د ۱۴۰ لمبرو سره په لومړي مقام کې او د ترکیې ریفري جونیت چاقر د ۱۳۹ لمبرو سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه