د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1583537
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د پ ک ک ترهګري سازمان ته ستر ګوزار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو چې د فبروري په ۱۰ مه نیټه د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف پيل شوي عملیات پایته ورسید. پدې عملیاتو کې ۵۳ تنه مړه او ۲ تنو نور ژوندي نیول شوي دي . د عراق په شمال کې تش په نامه د ترهګرو د هډې د ګارا په سیمه کې ترهګر ته ډیر ستر ګوزارونه ورکړ شوي دي. د پ ک ک ترهګري سازمان د تښتولو ۱۳ تنو ملکي او عسکرو د شهیدولو سره خپله ناولې او خاینه څیره یو ځل بیا ټولو ته ښکاره کړه.

د سټار ورځپاڼې « د ملي محاربوي الوتکې په اړه مهم پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د پنځم نسل پرمختللو جنګي الوتکو د جوړولو یو ډیر مهم ګام اوچت شو. د الوتکې د بعضو مهم پرزو د تولید په خاطر د ځايي او ملي ماشینونو د طرحې او تولید د شرکت ټي آر موتور د شرکت سره  پروتوکول لاسلیک شو. پدې ډول د ملي الوتکې د تولید په برخه کې یو بل ګام هم اوچت کړی شو.

تمه کیږي د ترکیې محاربوی الوتکه تر ۲۰۲۳ کاله پورې جوړه او نندارې ته وړاندې شي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکي ساينسپوهانو لاسته راوړنې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پدې وروستیو کې د ترکي ساینسپوهانو او عالمانو لاسته راوړنو د ټولو پام ځانته راړولی دی. 

ډاکټر اوزلم توره جي او پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین د کرونا ویروس واکسین د جوړولو سره د نړۍ لپاره هیلې راژوندۍ کړې. همداشان ددینه وروسته یو تن بل ترک ساینسپوه کمال اوندر په ډیره لنډه موده کې د کرونا ویروس کووید ۱۹ د نوې بڼې د تشخیص کیتونه جوړ کړل.

همداشان ددینه وروسته یو تن بل ترک ډاکټر پروفیسور  رحمي اوکولو د سرطاني حجرو د لمنځه وړو په خاطر ځانګړې دوا کشف کړه. دا دوا د پيچکاري په وسیله په سرطاني حجره کې ترزیقیږي او حجره له منځه وړي. دا دوا په ځانګړې توګه د ځیګر د سرطان د ناروغانو لپاره نوې هیلې راژوندۍ کړي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ژې پي مورګان : ترکیه به په ۲۰۲۱ کال کې ۴ عشاریه ۶ اقتصادي وده وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو پانګه والۍ بانک او مالي خدماتو شرکت ژې پي مورګان په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه خپل اټکلونو کچه لوړه کړه. د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په میاشت کې په ترکیه کې په تولیداتو کې د ریکارډ جوړولو نه وروسته د ژې پي مورګان شرکت د ترکیې د اقتصادي ودې لپاره خپله کچه لوړه کړه. دې شرکت ددینه مخکې د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳ عشاریه ۳ اقتصادي ودې اټکل کړی وو چې اوس يي دا رقم ۴ عشاریه ۶ ته لوړه کړه.

د وطن ورځپاڼې « په قونیه کې تولیدونکي د ښکار ټوپکونه ۶۵ هیوادونو ته صادریږي» سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قونیې ولایت د بای شهیر په ولسوالۍ کې تولیدونکي د ښکار ټوپکونه د اسیا، اروپا او لرې ختیځ په سیمه کې ۶۵ هیوادونو ته صادرات لري. پدې ولسوالۍ کې تولیدونکي د ښکار ټوپکې د کیفیت، پیاوړتیا، ساخت او ښکلې ظاهري بڼې له امله د خپلو رقیبانو نه ډیر ښه دی او ډیر مخکې دی.

همداشان دلته د لرې واټن نښه ویشتونکی ښکار ټوپک بیا امریکا، نامبیا،ټایلنډ ، اندونیزیا او جرمني په څیر هیوادونو ته صادریږي.

 



اړوند خبرونه