د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1571876
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : په نږدې راتلوونکې کې به ۵۰ میلیونه ډوزه واکسین ترکیې راانتقال شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړو شوو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د نړۍ تر ټولو په پرمختللو هیوادونو کې هم د کرونا واکسین ستونزه شتون لري. ترکیې په سرعت سره واکسین وپیرودل. په لومړي پړاو کې به ۵۰ میلیونه ډوزه واکسین هیواد ته راشي.

د خبرترک ورځپاڼې « د کرونا ویروس نوې بڼه په خپل وخت د تثبیت په خاطر پروژه سرته ورسیده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزارت  او د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا په ګډه د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په ملي کچه د مبارزې د ظرفیت د لا پیاوړي کولو په خاطر پروژه سرته ورسیده. ویل کیږي دا پروژه د اروپايي ټولنې په مالي مرستو سرته رسیدلې ده . ددې پروژې سره به په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه لا پسې پياوړې شي. همداشان د کرونا ویروس نوې بڼه به هم د وخت نه مخکې تثبیت کړی شي.

د سټار ورځپاڼې « د ایران د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د قفقاس په سیمه کې  د ۶ اړخیز همکاریو پلاټ فورم د رامنځته کولو په خاطر د پيلوونکي سفر په ترڅ کې د ترکیې نه هم لیدنه وکړي.

د صباح ورځپاڼې « د عراق د پوځ نه د ملاتړ په خاطر بغداد ته لاړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت پوځي سلاکاران د ناټو سازمان د عراق د ماموریت په چوکاټ کې ورور او دولت هیواد عراق ته سفر کوي. دا سلاکاران د عراق د پوځ نه د ملاتړ په خاطر بغداد ته تللي دي.

د حریت ورځپاڼې « ترکش ایرلاین او استانبول هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو لوړ مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر او ترکش ایرلاین یو ځل بیا په لومړي مقام کې ځای ونیو. د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو د شمیرو له مخې ترکش ایرلاین او استانبول هوايي ډګر د جنوري په دریمه اونۍ کې یو ځل بیا په لومړي مقام کې ځای ونیو.

ترکش ایرلاین د جنوري د ۱۸ او ۲۴ مو نیټو ترمنځه د ورځې په اوسط ډول ۵۹۶ الوتنو په ترسره کولو سره خپل ستر رقیبان شاته پریښې دي. همداشان د استانبول هوايي ډګر د ورځې د ۴۸۴ سفرونو سره په اروپا کې په لومړی مقام کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه