د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1571022
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « قالن: د ایژې په ګډون د ټولو ستونزو حل ممکن دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او یونان ترمنځه د اکتشافي مذاکراتو ۶۱ م پړاو پرون د استانبول د دولمه باغچې په ماڼۍ کې پيل شول. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د غونډې نه وروسته وویل چې د ایژې په ګډون د ټولو ستونزو حل ناممکن ندی. د ټولو ستونزو حل ممکن دی.

د خبرترک ورځپاڼې « اروپايي ټولنه، د ترکیې سره په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستو غوښتنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاستونو عالي استازي جوزیف بورل  وویل چې تیره اونۍ په بروکسل کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې مثبته فضا حاکمه ده. هغه وویل چې پدې لیدنه کې هم د چاوش اوغلو سره د اړیکو د لا پراختیا په مسئله کې سره په توافق ورسیدو.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې او روسیې تړون لاسلیک کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې د سپوتنیک وي کرونا ویروس واکسین په ترکیه کې د تولید په برخه کې د ترکیې سره تړون لاسلیک کړ.

د ترکیې د ویس کوران د اجرائیوي شورا رئیس اوزترک اوران وویل چې د تکنالوژۍ د ټرانسفر او روغتیا وزارت د پروسیجرونو د پایته رسیدو نه وروسته به دې واکسین ته په ترکیه کې د استفادې اجازه واخیستل شي. وروسته به په ترکیه کې ددې واکسین په تولیداتو پيل وشي.

د حریت ورځپاڼې « ترکیه نړۍ ته معرفي کوونکي ۱۹ تنه اشپزباشیان » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د هیواد نه بهر د ترکیې معرفي کوونکي ۱۹ تنه اشپزباشیان وټاکل. پدې لست کې د ماسترشف پروګرام ویاند سومر سیوري اوغلو ، کمال دیمیراسال، نصرت ګوکچه، ایلین یازي جي اوغلو او د اشپزۍ د پرورګرامونو مشهور ویاند اردا توران  هم شامل دي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ۳۰ هیوادونو ته ۳۰۰۰ ټنه چای صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ریزې ولایت نه تیر کال ۳۰ هیوادونو  ته ۳۰۶۴ ټنه چای صادر شوی دی.

ویل کیږي تیر کال د چای صادرات پنځه سلنه لوړ شوي دي. همداشان تیر کال په ریزې ولایت کې د چای تولیدات ۸ سلنه ډیر شوي دي.

 



اړوند خبرونه