د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1718961138)
د صباح ورځپاڼې « ترکیې د هغه لسو هیوادونو په کتار کې ځای ونیول چې تر ټولو يي په چټکه د کرونا واکسین تطبیق کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ پر خلاف په مبارزه کې هم د قوي روغتیايي سیستم او بڼسټونو او ډیرو عالي خدماتو او هم د واکسین پروګرام په ډیره چټکه او منظم ډول د ترسره کولو په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد باندې بدل شوی دی. ترکیې د هغو لسو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی چې تر ټولو يي په چټکه توګه کرونا ویروس تطبیق کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « چاوش اوغلو: د ترکیې او اروپايي ټولنې په اړیکو کې باید مثبته فضا حاکمه شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په بروکسل کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې باید مثبته فضا حاکمه کړو. ددې مسئلې د تداوم په خاطر باید جدي او مثبت ګامونه اوچت کړو.
د سټار ورځپاڼې « د البانیا نه ولسمشر اردوغان ته تحفه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د البانیا یوې مشهورې د موسیقۍ ډلې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره یوه محلي سندره کمپوز کړې ده .
پدې سمندره کې چې په یوتیوب کې نشر شوې ده د البانیا نه د ولسمشر اردوغان د ملاتړ او ښکاره مرستو نه یادونه شوې ده . همداشان د لاچ او قوربین په ښارونو کې د زلزله ځپولو لپاره د جوړو شوو کورونو او فیر په ښار کې جوړیدونکي روغتون نه هم یادونه شوې ده .
د وطن ورځپاڼې « بیرقدار او انکا ډرون الوتکې به په نږدې راتلوونکې کې د اروپا په هوا کې هم الوتنې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې په ځانګړې توګه په تیرو ۵ کلونو کې په ترکیه کې د دفاعي صنایع په برخه کې د ترسره شوو پانګه اچونو سره د ترکیې دفاعي صنایع سکتور د نړۍ د سترو سترو شرکتونو په منځ کې ځای نیولی دی. هغه وویل چې پوره باور لري چې په نږدې راتلوونکې کې به د ترکیې بیرقدار او انکا ډرون الوتکې د اروپا په اسمانونو کې ووینې.
د خبرترک ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر: د تاناپ د ګازو د نللیکې نه تر ننه پورې ۹ عشاریه یو میلیارد مترمکعب ګازو انتقال شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د انرژۍ همکاري ځانګړی اهمیت لري. د تاناپ د ګازو د نللیکې نه په ۲۰۲۰ کال کې ۴ عشاریه ۹ میلیارده متر مکعب ګاز انتقال شوي دي. ددې نللیکې نه تر ننه پورې په مجموعي ډول ۹ عشاریه یو میلیارده متر مکعب ګاز انتقال شوي دي.