د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1568044
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ترکي ژبې په اړه مهم پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کولتور او ګرځندوی وزارت د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو د ځانګړو جایزو مراسمو ته په وینا کې وویل "  د خپلې ژبې ساتنه نکوونکي او بډاینې په برخه کې کار نکوونکې ملتونه ، د هغه ونو په څیر دي چې ریښې وچې شوې وي. دا ونې په ډیره کم باد کې هم په چپه کیدو محکومې دي."

د ینې شفق ورځپاڼې « په ادلب کې د ترکیې د سرې میاشتې لخوا جوړ شوي د ښیګڼې کورونه اوسیدو ته چمتو دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د سوریې د ادلب په ښار کې د کډوالو لپاره چې په هیواد کې د نښتو له امله ادلب ته راکډه شوي دي د بلوکونو کورونه جوړ کړي چې چارې په چټکۍ سره د پایته رسیدو په حال کې دي. د ترکیې د سرې میاشتې لخوا د ادلب د سرمادا ولسوالۍ د ماشت روحین په سیمه کې د جوړو کړو ۱۲۲۸ کورونو نه ۷۴۸ يي د اوسیدو لپاره چمتو کړي دي. دا کورونه چې د یوې کوټې، پخلنځي، مجهز تشناب نه جوړ ۳۹ متره مربع لویوالی لري د هوا د هر ډول شرایطو پر وړاندې په مقامت کې جوړ شوي دي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکسات ۵ اې د مصنوعي سپوږمه کۍ سفر د پلان په مطابق دوام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ترکیې د ځايي او ملي سپوږمه کۍ ۵ اې لومړني ازمایښتونه په ډیر بریالي توګه سرته رسیدلي دي. هغه ویلي دي چې  مدار کې د ځای په ځای کیدو او مانورونو په خاطر به د دې سپوږمه کۍ سفر ۴ میاشتې دوام لري چې د پلان په مطابق روان دی.

د صباح ورځپاڼې « یو زیات شمیر هیوادونه د ترکیې ځايي پروګرام بیپ ته ترجیح ورکوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځايي پروګرام بیپ د ترکیې سربیره په بهر کې هم د ټولو توجه جلب کړې ده . په بهر کې د بیپ د مشترکیو شمیره ۸ میلیونو تنو ته رسیدلې ده. په خبر کې راغلي دي چې په بهر کې تر ټولو زیات د بحرین، بنګلادیش، قطر، پاکستان، سعودي عربستان او عمان وګړو د بیت پروګرام ته مخه کړې ده . دا پروګرام په ګوګل ستور په مارکیټ کې لومړي کتار ته لوړ شوی دی.

د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې تولیدیږي او د نړۍ څلورو ګوډونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې د مثاله جاتو صادرات په ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۵ سلنې په لوړیدو سره ۲۰۱ میلیونه ۷۳۵ زرو ډالرو ته لوړ شوي دي.

ترکیه تر ټولو زیات مثاله جاتو صادرات امریکا ته کوي. په دویم کتار کې بیا جرمني شتون لري دي. ترکیې تیر کال امریکا ته د ۲۹ میلیونو ۷۴۳ زره ډالرو په ارزښت مثاله جات صادر کړي دي. همداشان جرمني ته يي بیا د ۲۲ میلیونو او ۸۲۲ زرو ډالرو په ارزښت مثاله جات صادر کړي دي.

 



اړوند خبرونه