د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1565471
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې سره د نږدې کیدو په خاطر د یو بل سره سیالي کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عرب هیوادونو رسنیو لیکلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج څلورو هیوادونو په قطر د لګولي بندیز او تحریمونو د لرې کولو نه وروسته د ترکیې سره د اړیکو د نورمالولو په خاطر په هلو ځلو پيل کړی دی. سعودي عربستان، بحرین، متحده عرب امارات او مصر د ترکیې سره د لا زیات نږدې کیدو په خاطر د یو بل سره په سیالۍ پيل کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې مصر او متحده عرب امارتو به په نږدې راتلونکې کې په لیبیا کې د ترکیې د ګټو او غوښتو پر خلاف د هر ډول فعالیتونو نه لاس واخلي او د لیبیا د مسئلې په اړه به په شا ګام اوچت کړي.

د صباح ورځپاڼې « ځايي ډرون نه لیدونکې تهدیدونه تثبیتوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي،  ترکیې د ملي  تکنالوژۍ په برخه کې د اوچتو کړو مهمو ګامونو سره چې  په نړۍ کې د ټولو توجه د ځان پر لورې اړولې ده  یو بل ډیر مهم سیستم جوړ کړ. ترکیې داځل خپلې ډرون په وسلو سمبال الوتکې د کیمیايي ، بیولوژیک، رادیولوژیک او اټومي تهدیدونو د تثبیت په مهم سیستم سمبالې کړې. همداشان دا الوتکې به د ډیرو سختو عملیاتو پر مهال د بریدونو سربیره کشفي  او د نه لیدونکو خطراتو د تثبیت چارو ته هم دوام ورکړي. دا سیستم به خطر سمدلاسه اندازه ګیري او خطراتو کچه به مرکز ته انتقال کړي.

د وطن ورځپاڼې «  روسیې ته د ترکیې د کبانو صادرات لوړ شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ختیځې تورې بحیرې د سیمې نه تیر کال روسیې نه لس زره او ۷۱۵ ټنه سومون کبان روسیې ته صادر کړي دي. ترکیې تیر کال روسیې ته یواځې د سومون کبانو د صادراتو نه ۴۹ میلیونه ۹۹۲ زره او ۲۵۴ ډالرو عواید ترلاسه کړي دي.

د ویلو ده چې تیر کال روسیې ته د سومون کبانو صادرات د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۹۸ سلنه ډیر شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې روسیې ته ۳۵۹۵ ټنه کبان صادر کړي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې دا رقم نږدې درې برابره لوړ او ۱۱زره ټنو ته لوړ شو.

د ینې شفق ورځپاڼې « بنګلادیش د واټساپ پر ځای بیپ ته ترجیح ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د واټساپ لخوا په خپلو مشترکینو د یو نوي قرارداد د تحمیلولو نه وروسته په ترکیه کې خلکو ځايي پروګرام بیپ ته مخه وکړه. ددې سربیره د نړۍ په څلورو ګوډونو کې خلکو بیپ ته مخه کړې ده . په بهر کې تر ټولو زیات بنګلادیش خلکو بیت ته ترجیح ورکړې ده .

د بیپ پروګرام په یو ځل ۹۲ ګامه پرمختګ کړی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « مسعود اوزیل استانبول ته راغی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر مسعود اوزیل د انګلستان د ارسینال لوبډلې سره خپل قرارداد فسخه کړ او د ترکیې د فنرباغچه لوبډلې سره یو ځای شو. هغه د فنرباغچه لوبډلې سره قرارداد لاسلیک کړ. مسعود اوزیل د خپلې کورنۍ سره یو ځای په ځانګړې الوتکه کې اسانبول ته راغی. هغه وویل چې خیال يي په حقیقت بدل شو.



اړوند خبرونه