د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1559863
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د البانیا لومړي وزیر راما اسلسن شرکت نه لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای تیره ورځ د البانیا د لومړي وزیر ایدي راما سره د لیدنې نه وروسته وروسته په ګډه د ترکیې د پوځي الکترونیک صنایع د شرکت اسلسن نه لیدنه وکړه. د البانیا لومړي وزیر وویل چې په نږدې راتلوونکي کې د البانیا په ښارونو او لارو کې د اسلسن لخوا د جوړ شوې تکنالوژۍ د کارولو شاهدي وکړو. هغه وویل چې په ترکیه کې تکنالوژۍ په ډیر زیات او په اغیزمنده توګه وده کړې.

د وطن ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر سویلو: یونان بې ګناه انسانان په لوی لاس مرګ پنجو ته غورځوي او اروپايي ننداره کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې یونان بې ګناه کډوال په لوی لاس د مرګ منګولو ته غورځوي او اروپايي ټولنه ددې ټولو شاهدي کوي.

سلیمان سویلو تیره ورځ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې یونان سواحلو امنیت عناصر  د کډوالو د ژغورولو او هغوې سره د مرستې پر ځای په لوی د لوی لاس دا بې ګناه او مظلوم کډوال د مرګ پنجو ته غورځوي. هغوې په زور او شکنجو سره د ترکیې لوري ته راټیل وهي او د ترکیې امنیتي عناصر يي ژغوري. د خواشینۍ خبره خو داده چې اروپايي ټولنه ددې ټولو ننداره کوي. ټولنه د یونان دا ضد بشري کړنو باندې سترګې پټوي.

د خبرترک ورځپاڼې « د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر : ترکیې تیر کال د سرو زرو په تولیداتو کې د جمهوریت په تارخی کې ریکارډ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز تیره ورځ وویل چې ترکیې د سرو زرو په تولید کې تیر کال د کرونا ویروس د وبا ناروغۍ سره سره د جمهوریت په تاریخ کې ریکارډ جوړ کړ.

تیر کال ترکیې ۴۲ ټنه سره زر تولید کړي دي. هغه ویلي دي چې د سرو زرو سکتور د ترکیې د اقتصاد سره ۲ عشاریه ۴ میلیارده ډالره مرسته کړې دې ده.

د ینې شفق ورځپاڼې « نږدې ۸۲ میلیونو تنو مساپرو په الوتکه کې سفر ته ترجیح ورکړې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزارت د دولت هوايي ډګرونو ادارې ویلي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې په ترکیه کې ۸۱ میلیونو ۶۵۷ زره  او ۷۰ تنو مساپرو په الوتکه کې سفر ته ترجیح ورکړې ده .

د ترکیې هوايي ډګرونو نږدې ۸۲ میلیونو تنو مساپرو ته خدمت ورکړی دی.

د صباح ورځپاڼې « د طب نړۍ د ترکي ډاکټر ستاینه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مارمارا پوهنتون د طب فاکولتې د ماشومانو د پیډیاتریک الرجۍ  معافیت د څانګې رئیس پروفیسور ډاکټر احمد اوغوز خان اوزن د ماشومانو د وژونکې ناروغۍ چاپل سندروم لپاره غوڅه تداوي وموندله. د اوزن او ډلې لخوا يي د نوموړې تداوۍ په اړه خپره شوې مقاله د طب  د نړۍ لخوا ستایل شوي ده.



اړوند خبرونه