د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1559004
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلي د البانیا لومړي وزیر ایدي راما سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې د البانیا د لومړي وزیر سره په لیدنه کې په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، په پوځي او دفاعي صنایعو په برخه کې پر همکارۍ خبرې وکړې. همداشان د البانیا مشرانو سره د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان دواړو هیوادونو لپاره ستر ګواښ دی په مسئله کې همفکره یو. د همدې امله ترکیه د فتح الله ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې د البانیا نه پوره ملاتړ کوي او تر څنګ يي ولاړ دی. د ترکیې د معارف بڼسټ او ټولې اړوند ادارې د البانیا سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

د خبرترک ورځپاڼې « په امریکا کې د وروستیو پیښو په اړه د بهرنیو چارو د وزارت لخوا مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ د برید او اشغالولو په اړه ترکیې په ټولو خواوو د اعتدال غږ وکړ. ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د برید د تشبث او ټول پرمختګونه د اندیښنې سره تعقیبوو.

د حریت ورځپاڼې « د ایرسین تاتار لخوا ملګروملتونو سازمان نه غوښتنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار د ملګروملتونو سازمان  عمومي سکرتر انتونیو ګوتریش  نه غوښتنه وکړه چې د ازاده ذهنیت سره  په ټاپو کې د مساواتو او دوو خپلواکو دولتونو بڼسټ ولاړ فورمولونو سره چلند وکړي.

د صباح ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر : زمونږ د نوي کیدونکې انرژۍ قوت ۴۹ زره ۵۵۰ میګاواټنو ته رسیدلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د لمریز انرژۍ د سکتور لخوا په جوړه شوې د لمر برښنا تر نامه لاندې په غونډه کې وینا وکړه.

وزیر دونمز دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې به ترکیه کې د برښنا انرژۍ سکتور د کرونا ویروس د پراخه وبا ناروغۍ پدې موده کې لا پسې پياوړی شوی دی. په ترکیه کې د نوي کیدونکې انرژۍ قوت ۴۹ زره ۵۵۰ میګاواټو ته رسیدلی دی.

د وطن ورځپاڼې « د انتالیا د دیمیره ولسوالۍ نه تیره کال ۲۴۲ زره تنو سیلانیانو لیدنه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې د انتالیا ولایت د دیمیره ولسوالۍ نه تیر کال ۲۴۲ زره او ۷۸۷ تنو ګرځندویانو لیدنه کړې. دې ولسوالۍ تیر کال د ګرځندوی د سکتور نه ۵ میلیونه ۶۰۵ زه او ۴۹۴ ترکي لیرې عواید ترلاسه کړي دي.  



اړوند خبرونه