د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1558215
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ځايي او ملي واکسین زیری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د کرونا ویروس ځايي او ملي واکسین چارې په سرعت سره دوام لري او د درې ډولو واکسینونو چارې  په انسانانو د ازمایښت کچې ته رسیدلي دي. وزیر کوجا وویل چې پوره باور لري چې د هیواد پياوړی  سایسن پوهان او عالمان به د قوي علمي او تخنیکي بڼسټونه او عظیمې ارادې او قوي عزم سره مونږ ته لا ښه ښه واکسینونه جوړ کړي.

د وطن ورځپاڼې « وزیر اکار: د یونان سره د مذاکراتو پلوي کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ختیځې مدیترانې په اړه د ترکیې سیاست او چلند  شفاف دی.هغه وویل چې مونږ د نړۍوالو حقوقو پلوي کوو. د نړۍوالو حقوقو له مخې د دوه اړخیزو تړونونو او معاهدو د عملي کولو غوښتنه کوو. ترکیه پدې برخه کې د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته هم ډیر زیات اهمیت ورکوي.

هغه وویل چې ټولې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل کړی شي. موجودو ستونزو ته باید سیاسي حل لارې پيدا کړو.

د سټار ورځپاڼې « سمندري توغندی اتماجا دندې ته چمتو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنی سمندري توغندی اتماجا  ډیر سخت امتحانونه په بریالیتوب سره د سرته رسولو نه وروسته دندې ته چمتو شوی دی. د اتماجا توغندی په خپلو سیالانو او همکتارانو کې په ډیره لوړه او پرمختللې تکنالوژۍ او ځانګړتیاوو سمبال دی. دا توغندی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې په استانبول کې د دفاعي صنایع په ۱۴ م نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی وو. په هغه وخت کې ویل شوي وو چې د یو یا یو نیم کال په دننه کې به دندې ته چمتو شي او هیواد جنګي کښتیو کې به نصب کړی شي.

اوس دا توغندی دندې ته چمتو شوی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « په لیبیا کې د امنیت ضمانت کوونکي د ترکیې وسله وال ځواکونو پدې هیواد کې یو کال پوره شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لیبیا د ملي وفاع مشروع حکومت چې د ملګروملتونو سازمان لخوا هم په رسمیت پیژندل شوی دی د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په ۲۷ مه نیټه د ترکیې سره سمندري صلاحیتونو او پوځي روزنې ، سلامشورو او همکارۍ په اړه د لاسلیک کړو تړونونو په چوکاټ کې ترکیې تیر کال د جنوري په اتمه نيټه لیبیا ته وسله وال ځواکونه واستول. د ترکیې وسله والو ځواکونو په لیبیا کې مشروع حکومت د پرزولو مخه ونیوله او پدې هیواد کې امنیت تضمین کړ.

ترکیې وسله وال ځواکونو پدې موده کې څه باندې څلور زره تنه لیبیايي ځواکونه روزلي دي.

د حریت ورځپاڼې « نړۍوال بانک د ترکیې د اقتصادي ودې په اړه د اټکل کچه لوړه کړه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، نړۍوال بانک په ۲۰۲۰ کال کې د ترکیې اقتصاد صفر عشاریه ۵ سلنه د ودې کولو اټکل وکړ. د نړۍوال بانک لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې د ترکیې اقتصاد به په ۲۰۲۱ کال کې ۴ عشاریه ۵ سلنه  او په ۲۰۲۲ کال کې به بیا ۵ سلنه وده وکړي.

نړۍوال بانک ددېنه مخکې د ۲۰۲۰ کال لپاره د ترکیې اقتصاد ۳ عشاریه ۸ سلنه د کوچني کیدو او ۲۰۲۱ کال لپاره ۵ سلنه د ودې کولو اټکل کړی وو.



اړوند خبرونه