د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1557537
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د حفتر په برید کې د وژل شوو عسکري زده کوونکو یادونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت  تیر کال  په لیبیا کې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو په هوایي برید کې د شهید شوو ۳۰ تنو لیبیايي حربي ښوونځي زده کوونکو د لومړي تلین په مناسبت پيغام خپور کړ.

د ترکیې د ملي دفاع د وزارت لخوا په خپور شوی د خواخوږۍ او یادښت په پيغام کې ویل شوي دي چې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا په ډیر بې رحمانه توګه په شهادت رسول شوو لیبیايي زده کوونکو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو او د الله  د دربارڅخه ورته  د رحمت غوښتنه کوو. د شهیدانو په وینو سور شوي د لیبیا په حربي ښوونځي کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په مرسته  لیبیا د مدرن پوځ د روزلو په برخه کې چارې دوام لري.

د صباح ورځپاڼې « د بایدن نه بوزکر ته د نړۍوالې همکارۍ په اړه پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د ملګروملتونو سازمان د ۷۵یم عمومي مجمع رئیس ولکان بوزکر ته پيغام استولی دی. بایدن پدې پيغام کې د ملګروملتونو سازمان سره په ګډه د کار کولو نه یادونه کړې ده . بایدن په استولي پيغام کې د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ نه نیولي تر چاپیریال بدلونه پورې د نړۍوالو ستونزو نه په یادونې سره ویلي دي چې ددې ستونزو د حل په مسئله کې ستاسې سره په ګډه د کار کولو شیبې شمیرم.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې د ۱۵۵ هیوادونو سره مرسته کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک وویل چې د کرونا ویروس د وبا ناروغۍ د رامنځته کیدو نه وروسته د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونه د ماسکونو نه نیولې تر روغتیايي توکو او  د زړو د پالنې د مرکزونو د اړتیاوو د توکو په برخه کې د جدي ستونزو سره مخامخ شول. خو ترکیې بیا ټولو ته وښوده چې د نورو هیوادونو په پرتله ډیر کم ددې ستونزې سره مخامخ شو. همداشان ترکېې پدې سختو شپو ورځو کې د خپلو هیوادوالو سره د مرستې په څیر د نړۍ ۱۵۵ هیوادونو ته د مرستې لاس اوږد کړ.

د وطن ورځپاڼې « ترکیې ډرون الوتکو په اړه کې د پام وړ انعکاس موندلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو په سوریه، لیبیا او قره باغ کې د ترلاسه کړو بریالیتوبونو په ټوله نړۍ کې او په ځانګړې توګه په اروپا کې ډیر زیات انعکاس موندلی دی. د انګلستان د دفاع وزیر ویلي دي چې د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو یو نوی باب پرانیست. هغه ویلي دي چې هیواد يي چمتو دی چې د ترکیې نه دا ډرون الوتکې وپیري. جرمني بیا ویلي دي چې د ترکیې د بیرقدار ټي بي ۲ ډوله ډرون الوتکو د پیریدو نه د لاس په سر کیدو له امله پښیمانه دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د روغتیايي ګرځندوی په سکتور کې نوی هدف د اسیا بازارونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تیر کال د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې ترکیې ته د درملنې په خاطر د راغلو بهرنیانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په خبر کې راغلي دي چې تیر کال تر ټولو زیات بهرني ناروغان د اروپا نه راغلي دي. په اروپا کې تر ټولو زیات د هالنډ، ایټالیا، اسپانیا، فرانسې او بلجیم نه ناروغان راغلي دي. ویل کیږي ډیری ناروغان د جراحي پلاستیکي په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي.

ترکیې بیا د روغتیا د ګرځندوی لپاره نوی هدف ټاکلی دی. نوی هدف د اسیا بازارونه دي. سږ کال په ځانګړې توګه په هندوستان، چین، اندونیزیا، مالیزیا او جاپان په څیر په هیوادونو کې د نوو بازارونو په لټه پيل کوي.



اړوند خبرونه