د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1719100481)
د خبرترک ورځپاڼې « په ۲۰۲۱ کال کې ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړ شي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ۲۰۲۰ کال په وروستیو شیبو کې د بهرني سیاست د ارزونې په غونډه کې وینا وکړه. هغه وویل چې ۲۰۲۱ کال کې به زمونږ لومړیتوب ډیپلوماسي او مذاکرات وي. د خپل نرم قوت نه استفادې ته به دوام ورکړو. خو د اړتیا په صورت کې کلک قوت د استفادې نه به هم ډډه ونکړو. هغه وویل چې په نوي کال کې به هم د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه د پوره عزم او ارادې سره دوام وکړي. همداشان د کرونا پانډمي د زیږولو فرصتونو په چوکاټ کې به اقتصادي ډیپلوماسي هم دوام وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د کرونا ویروس د واکسین پروګرام معلوم شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس د واکسین په اړه لومړیتوب د ترکیې د کرونا ویروس د علمي شورا لخوا وټاکل شو. د ویلو ده چې په ترکیه کې لومړی روغتیايي پرسونل او د زړو د پالنې مرکزونو کارکوونکو او اوسیدونکو ته واکسین تطبیق شي. د ویلو ده چې ددې واکسین سره به په ټولنه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د خلکو د وجود مقامت لوړ کړی شي. همداشان تمه کیږي چې په ډیره لنډه موده کې په هیواد کې د واکیسناسیون بهیر سرته ورسیږي.
د سټار ورځپاڼې « انقرې د مرستې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیاست اقتصاد او ټولنیزو څیړونو بڼسټ په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې او نړۍ کې د توقعاتو، خطراتو او فرصتونو ترنامه لاندې غونډه جوړه کړه. پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې د کرونا ویروس په ډیره ښه توګه مدیریت کړی دی او بهرنی سیاست يي هم په ډیره ښه توګه اداره کړی دی. په ځانګړې توګه پدې موده کې د ۱۶۰ هیوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره د مرستو په ترسره کولو سره نړۍ ته د خپل نرم قوت او طاقت اغیزې په ډیره ښه توګه وښودې.
د حریت ورځپانې « ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ به په راتلوونکو ورځو کې فضا ته وتوغول شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ترکیې پنځم نسل د ترکسات ۵ ای سپوږمه کۍ به په راتلوونکو ورځو کې فضا ته توغول شي. هغه وویل چې دا سپوږمه کۍ به د دوشنبې د ورځې په شپه ته فضا ته وتوغول شي. پلان او پروګرام هر څه چمتو شوي دي. د سپوږمه کۍ توغولو ته شیبې شمارو.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې نوی پوځ ، دسته جمعي ډرون تکنالوژي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د دسته جمعي ډرون تکنالوژۍ په اړه ازمایښتونو ته دوام ورکوي. په یو ځل د لسګونو ډرون الوتکو د الوتنې او د یو تن لخوا د اداره کیدو په شکل د عملیاتو د ترسره کولو پروژه به په نږدې وختونو کې د پوځ خدمت ته ورکړ شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې پروژې نه د ډیرې مهمې پروژې په توګه یادونه وکړه او وویل چې په یو ځل بیا په لسګونو ډرون الوتکې د نږدې همکارۍ او همغږۍ په چوکاټ کې خپل ماموریت ترسره کوي او د یو تن لخوا به اداره کیږي. همداشان دا ډرون الوتکې په هغه سیمو کې چې جي پي اس شتون نلري هم په ډیره ښه توګه خپله دنده ترسره کولای شي.