د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1542198
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ایاصوفیه جومات ته د خط ځیني تابلو ګانو ډالۍ کړۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د ایا صوفیه کبیر جامع جومات ته چې ۸۶ کاله وروسته له سره د عبادت پر مخ پرانیستل شوی دی د ښکلي خط ځیني ډیرې مهمې تابلوګانې ډالۍ کړې. دا تابلوګانو چې  د هیواد د نامتو خطاط محمد اوزچای لخوا جوړې شوي دي د قرانکریم د ال عمران د سورت ۱۵۹ او ۱۶۰ سورتونه پکې لیکل شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزیر لخوا د اروپايي ټولنې په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د هنګري د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه موجودې ستونزې یواځې د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل کیدی شي. وزیر وویل چې اروپايي ټولنه باید د ترکیې او یونان ترمنځه د ستونزو د حل په خاطر یو ډیر عادله او درست منځګړتوب رول په غاړه واخلي.

د حریت ورځپاڼې « د عمر چلیلیک مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د ګوند اجرایيوي شورا د غونډې نه وروسته خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه په خپلو څرګندونو کې د فرانسې لخوا د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې فرانسه وايي چې د قره باغ جمهوریت يي په رسمیت وپیژنده. خو دا په اصل کې په قره باغ کې اشغال په رسمیت پیژندل دي. د ملګروملتونو سازمان او نړۍوالو قوانینو او حقوقو د خپو لاندې کول دي.

د سټار ورځپاڼې « د وزیر ورانک لخوا په ترکیه کې د پانګه والۍ په اړه پيغام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د ترکیې او هنګري ترمنځه ترسره شوي د ګډ اقتصادي کمیسیون په اومه غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې په ترکیې اعتماد کوونکو پانګه والو په اصل کې د تمو او توقعاتو نه لا زیات ګټې کړي دي. هغه وویل چې زمونږ لپاره بهرني پانګه والو نه بلکې بهرني متبشثین شتون لري. بهرنیو پانګه والو ته راشۍ د ترکیې د ښکلي میلمه پالنۍ سره اشنا شۍ بلنه ورکوو.

د صباح ورځپاڼې « د ترکي ساینسپوهانو لخوا جوړ شوی دی. د سینوپ نه فضا ته وتوغول شو او د خپل ماموریت د پایته رسولو نه وروسته بیرته راستون شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د منځني ختیځ تخنیک پوهنتون د څيړونکو لخوا جوړ شوي د وړانګو تکنالوژۍ په فضا کې  خپل ماموریت په بریالیتوب سره د پایته رسولو نه وروسته بیرته مځکې ته راښکته شو. پدې ډول ترکیې د لومړي ځل لپاره جوړ کړی د وړانګو د تثبت او اندازه ګیرۍ راکټ د ترکیې د راکټسن د سینوپ د مرکز نه فضا ته وتوغو. راکټ په فضا کې د خپل ماموریت د ترسره کولو نه وروسته مځکې ته راښکته شو.



اړوند خبرونه