د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1541360
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان : ترکیه نړۍوالو پانګه والو ته ډیر مهم فرصتونه وړاندې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍوالو پانګه والو د ټولنې لخوا جوړه شوې نړۍوالې پانګه والۍ غونډې ته د ویدیويي پيغام له لارې وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دې غونډې ته په استولي ویدیويي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیې په ځانګړې توګه نړۍوالو پانګه والو ته چې په اسیا کې د تولیداتو د مرکز د بدیل په لټه کې دي ډیر مهم فرصتونه وړاندې کوو.

د ینې شفق ورځپاڼې « قره اسماعیل اوغلو: د ملي برښنايي ریل ګاډي په تولید پيل وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغول وویل چې د ملي برښنايي ریل ګاډي چې زمونږ د ټولو ویاړ دی په تولید باندې پيل شوی دی. هغه وویل چې د ۲۰۲۰ کال په نیمايي کې مو د برښنايي ریل ګاډي سمپل پټلو ته ښکته کړی وو او انشاالله چې په ۲۰۲۱ کال کې به ددې ریل ګاډو په نورمال تولیداتو پيل وکړو.

د حریت ورځپاڼې « مرکل د شاهین او توره جي ستاینه وکړه » سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په جرمني کې د یو راډیو سره چې په الماني او ترکي ژبو نشرات کوي په مرکه کې د جرمني د بیو ان تک د شرکت د بڼسټ ایښودونکو ترک کډوالو پروفیسور اوغور شاهین او د هغه میرمنې ډاکټر اوزلم توره جي لخوا د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ واکسین د موندولو او جوړولو له امله ډیره زیاته خوښي څرګنده کړه. مرکل وویل د اوغور شاهین او میرمن يي اوزلم په ګډه کار کولو او دې ستر بري ټولې نړۍ په ترکیه کې کورنیو ته په کومه اندازه د اهمیت او ارزښت ورکول کیدو مسئله وښوده . مرکل وویل چې د واکسین د تطبیق د پيلولو سره سره مجبور یو چې یو څه موده ټولنیز واټن مراعات کولو ته دوام ورکړو. تر څو چې دا واکسین په ټولنه کې خپلې اغیزې ښايي مونږ باید تدابیرو ته دوام ورکړو.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې د لسو  هیوادونو سره د ۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انساني مرستې کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې په ۲۰۱۹ کال کې د د ناورین او بیړنیو حالاتو نه اغیزمن شوو ۱۰ هیوادونو سره د ۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انساني مرستې کړي دي.

د وطن ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو پیاوړي هوايي ځواکونه اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګلوبل فایر پاور په نامه انټرنټ پاڼې د نړۍ تر ټولو د پياوړو هوايي ځواکونو لست خپور کړ. ترکیې د ۱۰۵۶ هوايي واسطو د درلودو سره پدې لست کې په لسم کتار کې ځای نیولی دی. پدې لست کې امریکا د ۱۳۳۶۲ هوايي وسایطو سره په لومړي کتار کې او روسیې بیا د ۳۹۱۴ هوايي وسایطو په درلودو سره په دویم کتار کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه