د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1540711
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « بهرنیو چارو وزیر:  یونان د تاوتریخوالي د کچې د لوړولو په موخه فعالیتونو ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حامي اقسوی د یونان په رسنیو کې ترکیې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې نه مخکې په ایژې او مدیترانه کې پوځي فعالیتونو ډیر کړي دي ادعاګانو ته ځواب ووایه. هغه وویل چې دا ټول خبرونه د حقیقت نه لرې او بې بڼسټه دي. برعکس یونان د اکتوبر د شلمې نیټې نه راپدیخوا په ایژې او مدیترانه کې ۲۴ عسکري فعالیتونو په ترسره کولو سره په سیمه کې د پارونکو اقداماتو سره تاوتریخوالي کچې لوړولو ته دوام ورکوي. هغه ویلي دي چې یونان د ترکیې سره په دوه اړخیزو مسئلو کې د نورو نه د مرستې غوښتنې پر ځای باید پخپله د ترکیې سره پر میز کینې او د همکارۍ او خبرو اترو له لارې ستونزو ته  د حل لار ولټوي.

د حریت ورځپانې « دفاع وزارت : په ۲۸ عملیاتو کې ۵۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په تیره یوه میاشت کې ۲۸ جلا جلا عملیاتو ترسره کړي چې په نتیجه کې ۵۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.

د صباح ورځپاڼې « قانوني د انرژۍ د پلټنې کښتۍ نوې دندې ته چمتو ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې د انرژۍ د پلټون دریمه کښتۍ قانوني  په توره بحیره کې د ګازو په پلټون د پیلولو لپاره چمتو ده. وزیر دونمز تیره ورځ د خپل ټویټر پانې له لارې د قانوني کښتۍ په لنډې ویدیو په خپرولو سره ویلي دي چې قانوني کښتۍ د تورې بحیرې په څپانده سمندر کې د انرژۍ پلټنې ته چمتو ده. دندې پیلولو لپاره ساعتونو شمیري.

د سټار ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې نوی ریکارډ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت سازمان « ایرو کنټرول » د شمیرو له مخې د استانبول د نوي هوايي ډګر نه د دسمبر په لومړۍ نیټه ۴۲۳ ، په دویمه نيټه ۴۹۸، په دریمه نیټه ۴۸۳ او په څلورمه نیټه بیا ۵۷۰ الوتنې ترسره شوي دي.

همداشان د نوامبر په ۲۸ مه نيټه د استانبول د هوايي ډګر نه ۴۷۱، په ۲۹ مه نيټه ۵۴۲ او په ۳۰ مه نيټه بیا ۴۹۶ الوتنې شوي دي.

د اروپا د سیروسفر د امنیت سازمان ویلي دي د نوامبر د ۲۸ او دسمبر تر ۴مو نیټو پورې د استانبول د هوايي ډګر نه د اروپا په کچه تر ټولو زیاتې الوتنې ترسره شوي دي.

د وطن ورځپاڼې « په فوچه کې زیری : ۲۵۰ کلن تاریخي لرغونوالی لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې کارپوهانو د ایزمیر ولایت د فوچه په ولسوالۍ کې په روانو تحقیقاتو کې په سمندر کې په ۱۸ مه پيړۍ کې ډوبه شوې یوې جنګي بیړۍ وموندله. ویل کیږي کښتۍ پارچې په ډیره پراخه سیمه کې خورې موندل شوي دي. همداشان د نوموړې کښتۍ په اړه چې د کوم هیواد اړوند وه په اړه تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه