د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1538828
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د ناټو په غونډه کې د پمپیو پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د ټرمپ د حکومت په استازیتوب د وروستي ځل لپاره د ناټو په غونډه کې ګډون کړی وو په ترکیې د بې بڼسټه تورونو د لګولو له امله د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرې ډیرې سختې نیوکې وکړې.  چاوش اوغلو د پمپیو په غبرګون کې وویل چې امریکا په سوریه کې ترهګرو سازمانونو نه ملاتړ کړی او اروپايي دولتونه يي د ترکیې پر خلاف په یو صف کې راټول کړي دي.   

د وطن ورځپاڼې « د اکار لخوا د قره باغ په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار په قره باغ کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه دنده ترسره کوونکو ترکي ځواکونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې په قره باغ کې د ترکیې او روسیې د ځواکونو لپاره ګد مرکز ساختماني چارې دوام لري. لنډه موده وروسته به زمونږ ځواکونه پدې مرکز کې ځای په ځای او په دندې به پيل وکړي. هغه وویل چې د ترکیې او روسیې جنرالان به په ګده کار وکړي. د روسیې او روسیې افسران به د اوربند د څار او اوربند په دوامداره حالت باندې د بدلولو لپاره به په ګډه دنده ترسره کړي.

د صباح ورځپاڼې « ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰ د ډیرو مهمې څرګندونو سره پایته ورسید» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه د مهمو اغیزو خاوند ټي آر ټي ورلډ فورم سږ کال د پانډمي نه وروسته په نړۍ کې د نړۍوال نظم او بدل شوي طاقتونه د ترلیک لاندې د دسمبر په لومړۍ نیټه پیل شوی وو چې پرون پایته ورسید. ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰ چې سږ کال د کرونا ویروس له امله په انلاین ډول جوړ شوی وو د نړۍ یو زیات شمیر مهمو مشرانو ، مهمو څیرو پکې ګډون کړی وو. په سږني فورم کې د کرونا ویروس د پاڼډمي، د اوبا د دورې نه د وروسته دورې او نړۍوال نظم، تودو مسئلو او پرمختګونو خبرې او ارزونې وشوې.

د سټار ورځپاڼې « د ایژې وچه میوه نړۍ څلورو ګوډونو ته صادریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د مهم موقف خاوند وچه میوه څه باندې ۶۰ هیوادونو ته صادریږي.

د ترکیې تور ممیز، کښته او وچ اینځیر صادرات د پام وړ لوړ شوي دي. په ډیره لنډه موده کې د ۳۴۳ میلیونو او ۲۸۲ زرو ډالرو په ارزښت وچه میوه صادره شوې ده. د ویلو ده چې ددې صادراتو لویه برخه د ایژې  د سیمې نه ترسره شوي دي.  د ترکیې د وچو اینځیر د تولید اصلي مرکز د ایژې سیمه ده.

د خبرترک ورځپاڼې « په نوامبر کې د موټرو بازار ۳۴ سلنه وده کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د موټر بازار د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۴ عشاریه ۶ سلنه وده کړې او ۶۴زره ۳۵۷ موټرو ته رسیدلی دی. همداشان صادرات بیا ۵۲ عشاریه ۲ سلنه لوړ شوي . د جنوري او نوامبر د میاشتو ترمنځه بیا بازار ۷۲ سلنه وده کړې ده.

 



اړوند خبرونه