د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1538134
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : پرته د کنټرول تکنالوژۍ فاشیزم ته لار هواروي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د څلورم ځل لپاره جوړ شوي د ټي آر ټي ورلډ فورم په خپله وینا پرانیست. هغه په خپله وینا کې وویل چې د هیڅډول کنټرول او تفتیش پرته تکنالوژي مونږ ته د زیان نه پرته بله ګټه نکوي. دا مسئله فاشیزم ته لار پرانیزي. تکنالوژي باید نوو بې عدالتیو، د حقونو د خپو لاندې کولو او واټنونو رامنځته کولو سبب نشي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د روغتیا وزیر د کرونا ویروس ضد واکسین نیټه اعلان کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د کرونا ویروس ضد واکسین د دسمبر په میاشت کې په تطبیق پيلوو. هغه وویل چې د دسمبر په میاشت کې به ۲۰ میلیونه دوزه واکسین هیواد ته راانتقال کړو. که چیرې هر شی نورمال پرمخ لاړ شي د دسمبر د ۱۱ مې نیټې نه په اعتبار سره به د واکسین په تطبیق پيل وکړو.

د حریت ورځپاڼې « فخرالدین التون : د اروپايي ټولنې سره د نږدې اړیکو جوړول غواړو او پدې اړه هلې ځلې کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون ټي آر ټي ورلډ فورم ته په خپله وینا کې   اروپايي ټولنې په اړه وویل چې « ترکیه د اروپايي ټولنې سره د لا نږدې اړیکو جوړول غواړي او پدې اړه هڅه کوي. زمونږ همغږي او همکاري په اروپايي ټولنه کې د نفرت او تبعیض پر خلاف د مبارزې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او کلیدي رول لري. »

د صباح ورځپاڼې « د کرنۍ وزیر : په هیواد کې د اوبو د محصولاتو د تولید کچه ۵۱۱ سلنه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاک دیمیرلي وویل چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې حکومت د اوبو محصولاتو د سکتور سره جمعآ یو میلیارد ۳۵۰ میلیونه ترکی لیرې مرسته کړې ده . ددې مرستې سره په ترکیه کې د اوبو محصولاتو د تاسیساتو ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او ۲۱۲۷ ته لوړ شوي دي. همداشان پدې موده کې د تولیداتو کچه ۵۱۱ سلنې په لوړیدو سره ۳۷۳ زرو ټنو ته لوړ شوه شوې ده.

د سټار ورځپاڼې « د ځايي او بهرنیو ګرځندویانو لپاره د ژمنیز ګرځندوی مهم مرکز ترکیه» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ایرزورم په ولایت کې د مهم ژمنیز تفریګاه ګانو نه په  پالان دوکن د د یخمالک مرکز کې مصنوعي واورې سره  هر څه چمتو شوي دي.

دا مرکز د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو تر ټولو د خوښې مرکز دی.



اړوند خبرونه