د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1533150
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « داړه مارۍ ۱۲ ساعته دوام وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني سمندري ځواکونو په مدیترانه کې د ټولو نړۍوالو قوانینو او حقوقو د خپو لاندې کولو سره لیبیا ته روانه د ترکیې تجاري کښتۍ ودروله او پلټنې پکې وکړې. الماني ځواکونو چې په کښتۍ کې د بشري مرستو نه پرته بل څه ونه موندل ۱۶ ساعته په کښتۍ کې پلټنې وکړې او وروسته وروسته د کښتۍ نه ښکته شول. ترکیې ددې پيښې پر خلاف د ډیر سخت غبرګون ښودو سره په انقره کې د اروپايي ټولنې، ایټالیا او جرمني سفیران بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل او د اعتراض په موخه يي ورته یاداشتونه ورکړل.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې په تجاري کښتۍ کې ناقانونه پلټنې په هیڅډول د منلو وړ ندي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی وویل چې اروپايي ټولنې د لیبیا د مشروع حکومت، ترکیې او ناټو سازمان سره  د سلامشورو نه پرته په مدیترانه کې پيل کړو د ایریني عملیاتو خپله بې طرفي د لاسه ورکړی دی. هغه وویل چې د ترکیې نه لیبیا ته په روانې تجاري کښتۍ کې پلټنې په ښکاره توګه د نړۍوالو حقوقو او قوانینو نه سرغړونه او دوه ګونی چلند دی. دا عملیات د ترکیې لپاره د منلو وړ ندي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « په لیبیا کې یواځنی ګټوونکی ترکیه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، امريکايي کارپوه جاسن پاک ویلي دي چې په لیبیا کې د جګړې هوايي اړخ په په ستراتیژیکه توګه په کامله توګه د بهرنیانو لخوا ترسره شوی دی خو ددې جګړې یواځنی ګټوونکی ترکیه دی. هغه ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونو د لیبیا په جګړه کې د نامشروع ځواکونو د مشر خلیفه حفتر او لیبیا د ملي اردو نه ملاتړ کولو چې د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو په ګډون د پوځي تکنالوژۍ پر وړاندې د سختې ماتې سره مخامخ شول. ترکیې د مداخلې سره په لیبیا کې د جګړې سیر بدل شو .

د وطن  ورځپاڼې « د آسمانونو نوي ستوري د ترکیې په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې دي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسپانیا د الپایس په نامه مشهورې ورځپاڼې د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو د تکنالوژۍ په اړه یوه لیکنه خپره کړې او ترکیې ډرون تکنالوژي ډیره ستایلې ده . یادې شوې ورځپاڼې  د آسمانونو نوي ستوري ترکیې بې پیلوټه الوتکې د سرلیک لاندې دا لیکنه خپره کړې ده . پدې لیکنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیې بې پيلوټه الوتکې په جګړه کې د مالي لګښتونو او اغیزمنتیا له پلوه د نورو الوتکو په پرتله ډیرې زیاتې ښې او اغیزمنې دي. دا چې دا الوتکې هدف د لمنځه وړ شیبه په شیبه عکاسي کوي دا د پروپاګند له پلوه هم د یوې ډیرې قوي وسلې په توګه کارول کیږي.

دا پروپاګند دښمن مورال د مځکې سره یو کوي.

د صباح ورځپاڼې « د ژمنیز توریزم ادرس ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال یو زیات شمیر روس او اوکرایني ګرځندویانو د ژمنیزو رخصتیو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړې ده . په ژمنیزو توریستیکو سیمو کې په هوټلونو کې ریزرویشن کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه