د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1532371
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « اردوغان : د داعش سره مخامخ جنګیدونکی یواځنی د ناټو غړی هیواد ترکیه دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل سازمان سږنۍ سرمشریزې ته چې د ویدیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه په خپله وینا کې  د داعش ترهګرې ډلې او ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته په اشارې سره وویل

« سره ددې چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یواځې پریښودل شوې ده  خو تر ننه پورې نږدې ۹ زره تنه بهرني ترهګر نیولي او بیرته خپلو هیوادونو ته استولي دي. ترکیه د ناټو د سازمان یواځنی غړی هیواد دی چې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د داعش سره مخامخ جګړه کړې ده .»

د وطن ورځپاڼې « د ملي دفاع وزارت لخوا د اذربایجان ته د سرتیرو د لیږولو په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت لخوا اذربایجان ته د استوونکو سرتیرو په اړه وویل « اذربایجان ته استوونکې د ترکیې سرتیري به د روسیې سره په جوړیدونکي ګډ مرکز کې د سوله ساتو ځواکونو دنده ترسره کړي. همداشان په اذربایجان کې به د ترکي ځواکونو د ماموریت موده یو کال وي.

د صباح ورځپاڼې « د جرمني رسنۍ : اروپايي هیوادونه د ترکیې په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو سره سیالي کولې نشي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د تاګیشاو خبري ویبپاڼې په خپور کړي خبر کې د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو تکنالوژۍ ته لنډه کتنه کړې ده. یادې شوې ویبپاڼې په خپور کړي خبر کې د ترکیې په وسلو سمباله بې پيلوټه الوتکې ستایلې دي. په خبر کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه په جګړه کې د ترکیې لخوا اذربایجان ته د ورکړو بې پیلوټه الوتکو د اغیزمنتیا او د جګړې سیر ته د تغیر ورکولو نه یادونه شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې پدې جګړه کې د اذربایجان د بري یواځنی لامل د ترکیې بې پيلوټه الوتکې وې. په خبر کې راغلي دي چې دم ګړۍ اروپايي هیوادونه د ترکیې د بې پيلوټه الوتکو د تکنالوژۍ سره سیالي کولې نشي . د اروپا هیڅډول دفاعي سیستم ددې الوتکو د لمنځه وړو توان نلري.

د حریت ورځپاڼې  « وازمایل شو، لومړی به د سوم په نامه په توغندیو کې وکارول شي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک د قلعه تکنالوژۍ د تحقیقاتو او تولید د شرکت لخوا جوړ شوی ملي توربوجیټ ماشین امتحان کړ. د تکنالوژۍ وزیر وویل چې د قلعه د شرکت لخوا  جوړ شوي دې ماشین سره  په ترکیه کې د ځان بساینې په برخه کې یو بل مهم ګام اوچت شو. هغه وویل چې ددې ماشین نه به لومړی د ترکیې هوايي ځواکونو د اړتیا وړ د سوم توغندیو په تولید کې به کار واخیستل شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « په امریکا کې میشت ۱۲ کلن ترک ماشوم د شطرنج په برخه کې د نړۍ تر ټولو د پیاوړو سلو تنو همزولو په لست کې شامل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا متحده ایالتونو کې میشت ۱۲ کلن ترک ماشوم کاغان اوز د شطرنج په برخه کې د نړۍ په کچه د خپلو همزولو تر ټولو قوي سلو تنو په لست کې شامل شو.

نوموړي په شپږ کلنۍ کې شطرنج لوبه زده کړې او د نهه کلنۍ نه راپدیخوا په منظم ډول سره شطرنج کوونکي اوز ویلي دي چې غواړم لا ښه شطرنج وکړم . د شطرنج نه به هیڅکله هم لاس وانخلم.



اړوند خبرونه