د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1530675
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : زمونږ هیواد په یو داسې هیواد بدل شوی دی چې ښکاره او پټ ټول تحریمونه په خپل طاقت ماتولی شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د دفاعي صنایع د شرکت اسلسن د نوي سیستم د معرفي او نوو تاسیساتو د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه د نړۍ د ځینو هیوادونو لخوا د رامنځته شوو ټولو خنډونو او لګولو پټو او ښکاره تحریمونو د ماتولو د طاقت او قوت خاوند په یو هیواد بدل شوی دی. هغه وویل چې نن ورځ د نړۍ تر ټولو د پرمختللو سلو دفاعي صنایعو د شرکتونو په لست کې د ترکیې ۷ شرکتونه ځای لري. یواځې په تیریدو پنځو کلونو کې د ترکیې پنځه شرکتونه دې لست ته داخل شوي دي.

 د حریت ورځپاڼې « د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا لخوا د کرونا واکسین په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې  د پروفیسور اوغور شاهین او ډاکټر اوزلم توره جي د شرکت بیو ان تک لخوا جوړ شوی د کرونا ویروس واکسین  کیدای شي چې د دسمبر په میاشت کې اجازه نامه ترلاسه کړي. هغه وویل چې په ترکیه کې د ځايي او ملي کرونا ویروس واکسین په اړه هم چارې په چټکۍ سره دوام لري او انشاالله چې دا واکسین به د راتلونکي کال کې د اپریل تر میاشتې تطبیق ته چمتو شي.

د سټار ورځپاڼې «  د تکنالوژۍ وزیر لخوا د ځايي او ملي موټر په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک ویلي دي چې د ځايي او ملي موټر د نړۍ سره د رقابت په برخه کې یوه ډیره مهمه پروژه ده. هغه وویل چې دا موټر چې د ۲۰۲۲ کال کې په وروستیو کې به بازار ته عرضه شي په پيل کې به يي ۵۱ سلنه ملي او ځايي وي او په ۲۰۲۶ کال کې به دا رقم ۶۸ سلنې ته لوړ کړی شي.

د صباح ورځپاڼې « په عربي نړۍ کې تر ټولو محبوب هیواد ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلی دي ، د عرب سنټر په نامه د ستراتیژیکو مطالعاتو یو مرکز چې په امریکا کې فعالیت کوي په ۱۳ عربي هیوادونو کې د ترسره کړې نظر پوښتنې په اړه راپور خپور کړ. پدې نظر پوښتنو کې د خپلو هیوادونو، سیمې او نړۍ د هیوادونو د بهرنیو سیاستونو او مثتب او منفي رول په اړه پوښتنه شوې ده . پدې نظر پوښتنه کې لوی اکثریت خلکو ترکیې بهرنی سیاست تر ټولو مثبت او غوره بهرني سیاست په توګه یادونه کړې ده . همداشان نوموړو د ترکیې نه په سیمه کې تر ټولو د محبوب هیواد په توګه یادونه کړې ده.

د وطن ورځپاڼې « استانبول هوايي ډګر د دجیتل بدلون په برخه کې د اروپا تر ټولو د ښه هوايي ډګر جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر د هوايي ډګرونو د نړۍوالې شورا لخوا  د دجیتل بدلون په برخه کې د اروپا تر ټولو د ښه هوايي ډګر جایزه ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه