د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې نوي تدابیر اعلان کړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په چوکاټ کې نوي تدابیر اعلان کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې دا تدابیر د تولیداتو او تدارکاتو په سکتورونو کې د هر ډول وقفې او خنډ د رامنځته کیدو پرته نیول شوي دي. په ترکیه کې د اونۍ په وروستیو ورځو خالي او یکشنبې ورځو د ماسخوتن د اتو بجو نه د سهار تر لسو بجو پورې په ګرځیدو بندیز ولګول شو. همداشان د ښوونځیو درسونو به د روان میلادي کال تر پایته یعنې د دسمبر تر ۳۱ مې نیټې پورې په انلاین ډول دوام وکړي. په هیواد کې مارکیټونه، سوداګریز مراکز، رستورانتونه، سلماني د سهار په لسو بجو پرانیستل کیږي او په ۸ بجو به تړل کیږي. رستورانتونه به یواځې کورونو ته خدمات ترسره کوي. همداشان سینماګانې به د روان کال تر پایه به تړلي وي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې وسله وال ځواکونه د اذربایجان قره باغ په لاره دي » د سرلکی لاندې لیکلي دي، اذربایجان ته د ترکیې د وسله والو ځواکونو د استولو په اړه د قانون طرحه تیره ورځ د ترکیې د ملي شورا لخوا تصویب شوه. ترکي سرتیري به په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو سره په ګډه دنده ترسره کړي.
د صباح ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار لخوا د شمالي قبرس ترک جمهوریت په اړه غوڅ پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار ، لوی درستیز او قوتونو د قومندانانو په ګډون د ویدیو کنفرانس په غونډه کې وویل « د ترکیې په توګه د تل په څیر د شمالي قبرس ترک جمهوریت د خلکو د حق ، حقوقو او ګټو نه دفاع کولو ته دوام ورکوو. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د شمالي قبرس ترک جمهوریت حق او حقوق د خپو لاندې کړي. ترکیه به د ضمانت کوونکي هیواد په توګه خپلو مسئولیتونو پر ځای کولو ته دوام ورکړي او هیڅکله به د شمالي قبرس په اړه شومو پلانونو عملي کولو ته اجازه ورنکړي.
د حریت ورځپاڼې « ایلوان : د اصلاحاتو په څیر په هره برخه کې به لازم ګامونه اوچت کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي ایلوان د هیواد د اقتصاد په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې ماکرو اقتصادي استقرار ، مالي استقرار او بیو استقرار ته ډیر زیات اهمیت ورکوو. زمونږ د لارې نقشه همدا مسئلې تشکیلوي.
همداشان د لزوم دید په صورت کې به په هره برخه کې د اصلاحاتو په څیر جدي ګامونه اوچت کړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ په اړه تاریخ ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزارت د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ د دریم فاز د ساختماني چارو اجازه ورکړل شوه. ددې بټۍ لومړنی ریکټور به په ۲۰۲۳ کال کې په فعالیت پيل وکړي. همداشان د ترکیې د انرژۍ پلات فورم کې به یو نوې ډول انرژۍ اضافه شي.
د اقو قویو انرژي به ټوله ترکیه روښانه کړي.