د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1521612
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د امید او هیلو نوم ایدا ګیزګین » د سرلیک لاندې لیکلي دي، تیرې جمعې په ورځ د ترکیې په ایزمیر ولایت کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته  ۹۲ ساعته وروسته درې  کلنه ایدا ګیزګین د چپه شوې ودانۍ د خاورو لاندې نه ژوندۍ وژغورل شوه. دې ژغورنې په سیمه کې هیلې او امیدونه راژوندي کړل.

د صباح ورځپاڼې « د دفاع وزیر لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ختيځې مدیترانې په اړه وویل چې یونان باید عاصي دریځ او نازولتوب نه لاس واخلي او نړۍوالو حقوقو په مطابق حرکت او چلند وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې هیڅوک باید د خپل حد او قد نه لوړ ګامونه اوچت نکړي. هغه وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ حق وخوري او ددینه وروسته به هم همداشان دریځ ته دوام ورکړو.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ویانا کې ترهګریز بریدونه : دوه تنه ترکان ملي اتلان اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اتریش په پلازمینه ویانا کې د رامنځته شوي ترهګریز برید پر مهال دوو تنه ترکان د  دوو تنو پولیسو د ژغورلو سره په هیواد کې د ملي اتلانو په توګه اعلان شول. نوموړو ځوان ترکانو یوه ښځینه پولیسه پداسې حال کې چې برید دوام درلود په سیمه کې یوه نږدې رستورانت ته د انتقالولو سره وژغورله. همداشان په سیمه کې د خلکو د ژغورنې او د احتمالي برید په وړاندې د تدابیرو نیولو په برخه کې هڅونې دوې په هیواد کې په اتلانو بدل کړل.

د حریت ورځپاڼې « اقتصادي وده د سرعت سره دوام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موټرو او د خفیف تجاري موټرو بازار د روان کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه د تر کال همدې دورې په پرتله ۷۸ عشاریه ۱ سلنې په لویدو سره ۵۸۸ زره ۳۵۴ عددو سویې ته رسیدلی دی.

د وطن ورځپاڼې « په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې » د سرلیک لاندې لیکلي دي تیره ورځ په امریکا متحده ایالتونو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو په خاطر د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې.

په خبر کې راغلي دي چې  د ټاکنو پایلې لا تر اوسه پورې اعلان شوي ندي. دواړه نوماندان په ټاکنو کې ځان مخکې بولي.



اړوند خبرونه