د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1518112
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د یوې کلیمې سره جمهوریت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ټولې ترکیې زړه نن د جمهوریت لپاره ټپیږي. نن ورځ په ټوله ترکیه کې د جمهوریت جشن د اختر په څیر لمانځل کیږي. هیوادوالو خپل کورونه د ترکیې په شانداره بیرغونو سینګار کړي. همداشان د کرونا ویروس د تدابیرو له امله به نن ماسخوتن ټول د خپلو کورونو د بالکونو نه په ګډه ملي سرود ووايي.

د صباح ورځپاڼې « د جمهوریت نه په ګډه دفاع کولو ته دوام ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمهوریت د ۹۷ یمې کلیزې په مناسبت پیغام کې ویلي دي، زمونږ ملت چې د ازادۍ په جګړه کې د ۷ کلن نه تر ۷۰ کلن نه پورې ټولو په ګډه ډیره قوي مبارزه کړې ده نن ورځ هم د یووالي او اتحاد او ورورولۍ سره خپل راتلوونکی جوړوي. د ترکیې لپاره نور د هغه برخو خبرې او عمل چې د ترکیې  د ازادې ارادې سره د حرکت زغم نلري د ذرې په اندازه اهمیت نلري. زمونږ هیواد به  نور د چا څه ویلو او څه کولو  ته د کتنې نه پرته د خپلې ازادې ارادې ، مفکورې او پالیسۍ سره حرکت کولو ته دوام ورکړي. لکه څرنګه چې بڼسټګرې  او قوي ارادې  د نړۍ  سترو ځواکونو د یرغل پلانونه په اوبو کې ډوب کړل همداشان به مونږ هم خپلو هدفونو ته د رسیدو په لاره کې په عینې ډول سره پرمختګ ته دوام ورکړو.

د خبرترک ورځپاڼې « د جمهوریت ۹۷ یمه کلیزه دې ټولو ته مبارک وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال د ترکیې جمهوریت کلیزه د ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. د کرونا ویروس د ناروغیو د تدابیرو په چوکاټ کې د ټولنیز واټن او ماسکونو سره سږ کال د جمهوریت کلیزه لمانځل کیږي. د یو پلو نه د هیواد ډاکټران د کووید ۱۹ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي او د بله پلوه د ارمنستان لخوا پر ورور او دوست هیواد اذربایجان بریدونه دوام لري. ترکیه د ورور هیواد اذربایجان لخوا د ارمنستان د بریدونو په مقابل کې مدافع د نږدې نه تعقیبوي.

د وطن ورځپاڼې « جمهوریت ۹۷ کلن شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې له لپاره د مدیترانې پر اهمیت د تینګار او نړۍوالې ټولنې ته د سیمې د معرفي سره د مرستې په خاطر د جمهوریت د ۹۷ یمې کلیزې په خاطر د مدیترانې په ۹ سیمو کې د ۷ ښارونو کې ۹۷ ماڼوګان د اوبو لاندې ځانګړې نندارې ترسره کوي.

همداشان د جمهوریت د کلیزې په مناسبت به نن ماسخوتن په انتالیا ولایت کې ځانګړی کنسرت جوړ شي. دا کنسرت او د اوبو لاندې ننداره به د تلویزیونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپاره شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د اکتوبر د ۲۹ مې خوشحالي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د پوهنې وزارت د کرونا ویروس د تدابیرو له امله سږکال د جمهوریت کلیزه د زده کوونکو سره په ګډه د ترکیې په ملي راډیو تلویزیون کې لمانځي. د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د جمهوریت د کلیزې په مناسبت ځانګړي پروګرام جوړ کړی دی. همداشان ددې پروګرام په ترڅ کې به د جازبیري تونیس په نامه د موسیقۍ ډله هم کنسرت اجراء کړي.

د ترکیې د پوهنې وزیر وویل دا چې زمونږ هر کور په ښوونځي او د کور هره خونه په ټولګي بدله شوې د هر کور هر بالکن به د جشن په میدان بدل کړو. هغه د هیوادوالو نه په خپلو کورونو د بیرغونو د ځوړولو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه